دبرتولت برښت دوه كوچني شعرونو پښتو

 

اکبر کرگر

 

مور مې !

 

كله چې يې سترگې پټې كړې ،

او دخاورو زړه ته يې وسپارله ،

له هغه وروسته گلان را پورته كيږي ، الوتونكي سندري وايي .

د هغې ، جسد په خاورو ،هيڅ دروند نه شو .

څومره درد ښايي ،

چې په دې ډول هغه درد سپك شي ؟

 

  ***

هغه آسمان

 

ان اسمان هم كله چوى ،

هغه مهال ،ستوري ،په ځمكه را توييږي .

ځمكه اوموږ ټول سنگساروي

ښايي دا چاودون ،سبا پيښ شي .

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۳ـ ۰۵۰۴

Copyright ©bamdaad 2023