نوبهار دې
نو بهار دې ساقی واخله دا پیاله
ماله راکړه می قـدح کی د لاله
چاپیر شوی د سپوږمی نه پسرلی کی
دا نقـاب دی ستا پـر مـخ او که هاله
ښایسته قرض مهتاب شی را ځلانده
زهره خپله که یی وګړی زواله
بی خبـره ستا د سحـر له تاییده
مشهور شوی په جادو ده بنگاله
ور به نګړم د وطن یو ټوکی خاوره
که څوک راکړی ټول عالم په قباله
لویه خدایه، لویه خدایه، لویه خدایه!
واوره زما د زړه زاری آه و ناله
زه پژواک یم سوالگر ستا په ورکی
په بل چا باندی می نګري حواله.
( پژواک )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۳ـ ۲۳۰۳
Copyright ©bamdaad 2023