د ښځـو د ورځـې په ویاړ 

 

نن ورځ د ښځو ده پر ښځو ستمونه کوي

نشته مکتب نه پوهنتون ملا جرمونه کوي

ولې ښکلا او له ښایست سترګې وړندې د ملا

ولې ښکلا ته دوي دیوال او زندانونه کوي

د پرښتو له آزادۍ ولې ډاریږي ملا

ولې پر زړه د ملا تور شیطان حکمونه کوي

د فساد یو لوری که ښځه بل خوا نر ولاړ دی

حق له فساد سره په یو شان چلندونه کوي

ملا دی ناست شپه تر سهار، د تور فکرو په لټه

کله نصاب کله د شرعې جنجالونه کوي

لوست پر تا بند، سیل پر تا بند ژوند پر زندان تیروه

د شرعیت پر نوم بیځای داسې حکمونه کوي

دوی ته تیارې ولې ښایسته د لمر رڼا نه ښکاري

د جهالت دیو ته لار خلاصه تورتمونه کوي

هم د دنیا او اخرت زده کړه پر علم کېږي

ولې ملا د علم لاره کې خنډونه کوي

علم رڼا ده د انسان عقل او سیرت رڼوي

د جهالت تورو دیوانو ته جیلونه کوي

هیڅ بهانه د علم لاره کې توجیح نه لري

هر څو ملا ورته له خیټې دلیلونه کوي.

(عبدالملک پرهیز)

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۹/ ۲۳ـ ۰۸۰۳

Copyright ©bamdaad 2023