کـور

خدايه وژغوري غميزو نه دا ګران کور

دا د مينی دا د سولی د دالان کور

د پرديو پرمختګ او سينګار څه کړي

چی تر څو وران او ويجاړ وی د افغان کور

دا په وړانګو او شغلو کی ښه ښکاريږی

لکه لمر لکه سپوږمۍ روښان روښان کور

تالانګر او سيتمګر يی مخ کی پرزی

د افغان د ولسونو د پيمان کور

وستلونو او ګودرونو نه يی لوگی شم

د قيامونو ولولو او هيجان کور

تره کمی او توری شپی نه پريږدي لار کی

د ډيوو او څراغونو د کاروان کور

د خزان او د سيليو وس پری نشی

د سپرليو د وږمو او ګلباران کور

تل دی ياد تل دی اباد وی تل دی ښاد وی

دا زما عسکر ( چالاک ) د لوی ارمان کور

 

(عسکر چالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۲ـ ۱۸۱۱

Copyright ©bamdaad 2022