کاج و رژيده

د کابل د ښار د کاج تعليمی مرکز د خونينی او غمګينی پيښی د شهيدانو په ياد

 

 

مــلی غميــزه

 

ملی غميزو نه وتل ملی تړون غواړی

ملی دريځ ، ملی مجلس ، ملی غمبرګون غواړی

له خودخواهيو ځانځانيو نه وتل پکار دي

زمونږ د وينو دلالان زمونږ شا تلون غواړی

څو به د غيرو خوشحالي ته خپل ورور خپله وژنو

پردي زمونږ محوه کيدل غواړی ناورين غواړی

مونږه يو کور يوو يو ملت يوو غم او ښادي مو يوه

اغيار زمونږ د ګډ هويت ويش او بيلتون غواړی

شريکه ژبه او ملي پريکړه ملی تکلاره

زمونږ ګډ هوډ ګډه خبره او ګډ يون غواړی

راځی چی پريدو نفرتونه د خوښيو ژوند ته

د خوشحاليو ژوند خوږه ژبه ګبين غواړی

خدايه افغان ملت په ګډ ملی ټغر راټول کړی

دښمن يی پريکړی چی ددی ملت پريکون غواړی

مونږ ته ملی بی باوری ملی ماتم جوړ کړی

عسکر ( چالاک) ددی ماتم ځينی خلاصون غواړی.

(عسکر چالاک)

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴/ ۲۲ـ ۰۲۱۰

Copyright ©bamdaad 2022