آزادي

زخـمـي مرغـۍ په خپلو وينو د قفس پر دېواله وليکل:

دا ژونـدون څـه دی، چې امکان د الوتلو نه وي

په شـنه فضا کې اجازه د خوځېدلو نه وي

زړه دې له ډېرو هيلو ډک وي، خو دې واک د غږېدلو نه وي.

              ***          

مرغۍ په خپل قفس کې هره شېـبه خوب د الوتلو ويني

او د زندان د ماتېـدو په هـيـله

د اسـارت له دېواله سره ډغرې وهي.

په خپلو وينو د زخمي هيلو پر پاڼو ليکي:

آزادي، سا، آزادي ژوند، د قفسونو ماتول، آزادي

په شنو وږمو کې د وزرونـو پرېمينځل آزادي

په خپله خوښه الوتـل آزادي

پر وچو څانگو د پنډکو ټوکېدل آزادي

او د چوپتيا په دوزخي ټاپو کې

د خپلواکۍ د شنو سندرو د رودونو بهول آزادي...

 

( صدیق کاوون )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴۳/ ۲۲ـ ۱۹۰۸

Copyright ©bamdaad 2022