میـنـه
 
مینه پریشانه ده مین دی پریشانه
دلته قتلیږی مینه
ویره خوره ده سترگی ډکی دی ژړا نه
دلته قتلیږی مینه
غماز خو مینی سره وران دی
سکنی ورور دی ترابان دی
له مینتوب سره خو وران دی له پخوا نه
دلته قتلیږی مینه
گلونه پاڼی پاڼی لویږی
زرگی سلگی وهی شټیږی
شیبه شیبه بڼ خالی کیږی له ښکلا نه
دلته قتلیږی مینه
له گیهځونو تاوو غبار ده
د لمر ډولی پرهار پرهار ده
د رڼا مخه پکی ټبه ده جانانه
دلته قتلیږی مینه
څنکه ده هجر توره شپه ده
د عاطفی خونه ساړه ده
خاونده مینه او عاطف دی وی پریمانه
دلته قتلیږی مینه
صبر او طاقت ورته پکار دی
عسکر (چالاک) وایی دا یی لار دی
ستړی مزل ده مینه کله ده اسانه
دلته قتلیږی مینه.
 
(عسکرچالاک)
 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۲ـ ۰۹۰۶

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2022