زمـا وطنــه 

زما وطنه ،  زما مړاوری سوزیدلی ځمکی

د جنگ لمبو کی غوټیدلی جل وهلی ځمکی

غلیم دی حسن او ښایست ولی سګروټو باندی

زما نیکونو او بابا نه پاتی ښکلی ځمکی

غمجنی نښی او کیسی دی د زړه سر کی لیکم

وه پرتمینی و برمینی و پیاوړی ځمکی

ژوبلی شوی خخی شوی لښګری د پردیو څا کی

ای په ویاړونو حماسو باندی پوخلی ځمکی

دهر پیړۍ د تجاوز ښګر دی مات شوی دلته

سرونه یی وخوړل هر چاچی ولوډلی ځمکی

کڼی بانډی کڼ ولسونه دی خدای مه کموه

زما ماضی زما تاریخ زما ویاړولی ځمکی

کلونه کیږی تور نقابی دی رنگ رنگ زوروی

د شادتگ پالو دسیسو کی غورزیدلی ځمکی

عسکر (چالاک) وایی بی ننګو په لیلام کی خرڅ کړی

مړه دی هغوی شی چی وړیا یی وپلورلی ځمکی

 

(عسکر چالاک)

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۲ـ ۲۳۰۴

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2022