سـور اختـر

ښکلیه ساقي راشه چې جامونه سره پورته کړو

ورځې د اختر دي چې  غمونه سره پورته کړو

 

راشه چې نظر مې ستا د سترګو سین  کې ووینځم

راشـه چـې د عمـر آرمانــونه  سره پــورتــه کــړو

 

راشه چې دا سرې جامې  په میو کې رنګینی کړو

راشه د کنډول پر ځـای خمــــونه سره پـورته کړو

 

راشه چې دخم په زړه کې وینې په مستیو دي

بیا په میکـــده کې خمــارونه سره پورته کـړو

 

مینـه هــوسیــــږي قرباني د مینانــــو ته

ډلې د مستانو کې سرونه  سره پورته کړو

 

یه ســـاقي  راځــه چې په سکروټـــو تنـــــده ماتـه کړو

زړونه پرې خړوب  کړو، سره اورونه سره پورته کړو

 

سور اختر ځلیږي،  د ګلونو هره  پاڼه کې

ووره شبنمه!  چې ګلونه  سره پورته کړو

 

کاوون توفانی

کابل (۱۳/۶/۱۳۶۳)

فرهنگی ـ بامداد۴/ ۱۳ـ ۰۷۰۸