وطــن او هجـر

غیږی د وطن نه بیلیدل سخته غمیزه ده

هجر او فراق کی ژوند کول سخته غمیزه ده

ټوله لاره اور ده سری لمبی اوږده مزلونه دی

دی نا اشنا کلی پوری تلل سخته غمیزه ده

نشته ده د خپل د وطن کیف د بل په حسن کی

دی کی د وختونو تیرول سخته غمیزه داه

نه پکی کټونه نه چایونه نه یاران شته دی

پرته له دوستانو اوسیدل سخته غمیزه ده

جاری دی شم وطنه له ایرو نه دی صدقه صدقه

بی له تا د بل گلشن لیدل سخته غمیزه ده

ای زما شهیدی دیری ای زما شهید کلیه

ستا د یادکارونو هیرول سخته غمیزه ده

ستا سندریز شور او غزلیز شور دی خدای چپ نکړی

ما عسکر (چالاک ) ته چپتیا تل سخته غمیزه ده

 

یـو ټغـر یـو باور

خدایه دا ولس راتول په یو تغر کری

دا ملی بی باوری یی یو باور کری

ځانځانی او خودخوداهی یی ټول توان وژنی

دا خواره واره وکڼی یی یو نظر کری

بیلو لارو کی ملی تړون ماتیږی

د یوالی شملی لوری ور په سر کری

چی تر اوسه لا غولیږی نه پوهیږی

دا دیگر دیگر ویل یی یو جیگر کری

زه یی نیک فال باندی نیسمه ناخوالی

خدایه ته یی ښایسته او بختور کری

ځانته ځانته او نفاق نفاق غوښتل یی

یو کاروان یو قافله او یو لښکر کری

ټول پیکه وچ او بدرنگه واټنونه

د ملی ارمان له لاری نه یی بهر کړی

د عسکر (چالاک) دا لوی ارمان پوره کړی

د وطن واره تیاری لاری لمر کړی

 (عسکرچالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۲ـ ۲۲۰۲

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2022