« سل په لالي پورې دا يوه يې د بنگړو»

 

 

شپه ده

شپه ده، باران دی، د توبې د ماتولو شپه ده

په سرو شرابو د گناه د پرېمينځلو شپه ده

هوس پروره مسته راغله سپخېدلې گروې

د ښايستونو د رازونو د سپړلو شپه ده

له مستو سترگو نه يې ووري د سپرغيو باران

د شنې تقوا د درمنده د سوځولو شپه ده

د مخ گلاب يې د راغي پسرلي وږم راووړ

د تمام عمر د خزان د رژولو شپه ده

په سرکو شونډو يې ځلېږي د هوس سکروټې

د اوږدو شپو، سړو شيبو د تودولو شپه ده

ساقي ته وايه د پيالو په سخاوت نه کيږي

جامونه لرې که ، د خُم د تشولو شپه ده

شمع کړه بله، د سرو ميو ډيوې ولگوه

د تورو تپو تروږميو د شړلو شپه ده

پښې ورته ټينگې که زما گناه پرسته زُهده

د گمراه عقل د زندان د نړولو شپه ده .

 ( صدیق کاوون )

 

 

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۱ـ ۲۲۱۲

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021