سـپـرغــۍ
خړه خزاني سېلۍ راغلې له سهېله ده
باغ په وير اخته دی، نغمه هېره له بلبله ده
اوس يې خوشبویي د کابليو عطرو نه راځي
بويه چې وږمه يې مروره له کاکله ده
ستړې قافلې ته کَرَمي لاره نيولې وه
راز د مينې بل څه و، د لوټ خبره بله ده
موږ پکې ستي شوو خو عرب آشنا مزې وکړې
زموږ د لوگي کرښه غځېدلې تر بابله ده
اور په لمن راوړي د تقوا درمند مې وسېځي
داسې پېرزوينه د آشنا خو کله کله ده
ژمی دی، ساړه دي او بادونه په سرونو کې
تمه مې اوس دلته نه له خاره، نه له گله ده
ستړی يم، د مينې له تودوخې نه دې وگرځم
سمه غېږه راکه، هسې هم دونيا شډله ده
راشه د زخمي زړگي په کلي کې مې واړوه
دا خونړۍ لاره رسېدلې تر کابله ده
راغله هغه مسته په زړه سخته په څنگ تېره شوه
سره غونچه د گلو يې لوېدلې له اوربله ده
راغله خو له سترگو يې سپرغۍ د هوس نه ووري
وچه يې پر شونډو د تودې بوسې غزله ده.
( صدیق کاوون )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۱ـ ۲۲۱۱
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2021