د مينې دود
پتنگ نسبه يو، لمبو ته خپل وزرونه نيسو
د مينې دود دی، په سينې پورې اورونه نيسو
د زړه په وينو بلوو په تورو شپو کې شمعې
عجيبه خلک يو، ړندو ته څراغونه نيسو
ژوند مو غمجنه سر نامه ده د ناپايه قصې
د ستمگرو خوني لاس ته گرېوانونه نيسو
د درواغجن غرور شملې لاړې بادونو يوړې
تورې سېلۍ ته اوس لمنه کې گلونه نيسو
د هر جابر د غرور لاس زموږ شلېدلې تڼۍ
د هر قاتل خيرنې خولې ته امیدونه نيسو
يو قدم مخ ته ځو خو سل گامه په شا راگرځو
دښمن په غېږ کې نيسو، ورور ته سنگرونه نيسو
د روایاتو د پاچا کهول په خوب ويده دی
موږ شجرې پر غاړه گرځو، زيارتونه نيسو
د ماضي بار مو پر اوږو دی د تاریخ کوڅو کې
زړو خوبونو ته اوس نوي تعبیرونه نيسو
د خاطرو په آيينه کې خپل تصوير لټوو
د زمانې ماتې هيندارې ته مخونه نيسو
د ژوندانه زخمي شيبې او زموږ ستړې سجدې
گناه پرستو ارادو ته، ايمانونه نيسو .
( صدیق کاوون )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴/ ۲۱ـ ۱۳۱۱
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2021