دعسکر چالاک دوه نوي شعرونه :

د افغان کـور  

خدایه وژغوری غمیزو نه دا ګران کور

د وروری کور، دا د سولی د دالان کور

د پردیو پرمختک او سینګار څه کړی

چی تر څو وران ویجاړ وی د افغان کور

په لوړتیا او روښانتیا کی خه ښکاریږی

دا د مینی، دا د شور او هیجان کور

اشغال ګرو ا تالانګرو یی مخ کی هیڅ دی  

د اتلو شاه زلمیانو د پیمان کور

د حجرو او وستلونو نه لوکی شم

دا پیاوړی دا غښتلی مهربان کور

د خزان وسه پری نشی نه رژیږی

د سپرلیو د برسات او د باران کور

تل دی شاد دوی تل دی آباد او تل د لوړ وی

دا زما (عسکر چالاک) د لوی آرمان کور

(عسکر چالاک)

***

زمـا وطنــه

وطنه ستا نه لیری جدایی می زوروی

دا هجر دا حسرت دا تنهایی می زوروی

دا ځانته سفرونه او دا ویشلی نظرونه

یو بل زغملی نه شو خودخواهی می زوروی

دا بیلی بیلی چیفی هر اشغال ته روح او ساه ده

مونږ نه پریږدی یوالی ته پردی می زوروی

اوږدو او جبری توروتورو شپو د بیلتانه کی

شیبه شیبه هجران او پردیسی می زوروی

هیڅ نه شمه ویلی ژبه گونگه ده تالوکی

څپی څپی چوپیا او خاموشی می زوروی

زما گرانه وطنه هر ناورین دی تیروی شم

خو ژوند د اسارت او برده کی می زوردی

چی وا ک یی د پردو وی طلایی حصار کی بند وی

دداسی پښو اپلو نکتایی می زوروی

زمونږ ملی تړون خو د اغیارو پښی ریبی

په دی کی انحراف او خطایی می زوروی

دا زه عسکر چالاک ستاسو یو والی غواړم خلکو

ټول یو شی چی ملی بی باوری می زوردی

(عسکرچالاک)

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۱ـ ۱۱۱۱

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021