مـه ژاړه وطنـه

 

مه ژاړه وطنه، شپه به تېره شي، سبا به شي

بيا به لمر را وخېژي، شغلې به شي، رڼا به شي

توره تروږمۍ به بيا د غرو له اوږو ولوېږي

تالنده به وخاندي په ورېځو کې، برېښنا به شي

ستا د اوښکو څاڅکي به شبنم د مړاوو گلو شي

ستا د زړه د باغ غوټۍ به و غوړيږي وا به شي

مه ژاړه وطنه، د تيارو په مخ کې وير څه دی

لوړو ارادو ته زندان څه دی، او ځنځير څه دی.

*** 

ستا زخمي غرور به قرباني د چا د دام نه شي

ستا د غره شهباز به دست آموزه د غلام نه شي

چوڼی د پنجاب به د هېڅ چا د زړه امام نه شي

تور خوني قاتل به لار ښو ونکی د اسلام نه شي

هره ناروا به د زاهد، د خدای کلام نه شي

وږی د قدرت به ، د ولس د احترام نه شي

بيا به سهر وخاندي، خيرنه شپه به تېره شي

ورکه به له زړونو د ملا د لښتې وېره شي

            ***                

بيا به بيرغ پورته، د گلونو د لښکرو شي

بيا به باغچې ډکې د بلبلو له سندرو شي

پلنې به غونچې د زېړو گلو پر کمرو شي

عطر به ور پورې د وږمې په شنو وزرو شي

خاورې به په خوله کې د بد مستو، ستمگرو شي

سرې شغلې به برې پر غمجنو مازديگرو شي

بيا به دې کابل شي، د نغمو، د سرودونو ښار

دا د هيلو ښار، دا د ناپايه اميدونو ښار

        ***              

مه ژاړه وطنه، له رمې به لېوان ووځي

تور تاجر د وينو به، د دين له دوکان ووځي

راز د سپين غضب به له پردې د بيان و وځي

ستا دزړه کعبې نه به، د خټو بتان و وځي

بيا به پر زمو للو څانگو، تاندې غوټۍ و خاندي

ستا د زړه له باغه به سېلۍ د خزان و وځي

سور شفق به راوړي بيا د نوي سباوون زېری

غږ د آزادۍ او د سپېڅلي اوښتون زېری

               ***                   

ستا زخمي کابل به، ښاريه د څراغونو شي

دا وحشتکده به، بيا د زړونو د عشقونو شي

خړ خوني آسمان به، د رحمت د بارانونو شي

وچې سپېرې دښتې به بيا پټې په گلونو شي

ښکلې په مستيو به، شيبې د ماښامونو شي

تکې تورې شپې به د خوبونو د خيالونو شي

ژوند ابدي يون دی، حوادثو ته تمېږي نه

بې پايه درياب دی،په ډنډوکي کې ځاييږي نه.

                    ***                

 

( صدیق کاوون )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۱ـ ۲۹۰۸

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021