زمـا خلکــو

 

خلکو يوشی چی له لاسه ځينی ځينه وطن

ډير ارزانه او وړيا له تاسی وړينه وطن

خلکو يو شی

د اغيارو او د غيرو تسيسه ده دا

د خونريز د نيت زړه د جنک نقشه ده دا

تور لاسونه مو بينسټ نه نړوينه وطن

خلکو يو شی

په وژولو يی نوم د کفر او اسلام ايښی دی

په والله چی ټول افغان ولس ته يی دام ايښی دی

پل په پل يی اور بل کړی سوزوينه وطن

خلکو يو شی

مونږ نو ولی په يو غږ او يوه لار نه ځو

تنها ځو ټول يوځای نر غوندی په دار نه ځو

که همدا حال وی ټوټی ټوټی به شينه وطن

خلکو يو شی

اوس يی وخت دی د وطن نجات ته قيام وکړی

د‌ ژغورنی او خلاصون په لوری اقدام وکړی

يو ملی هوډ له غميزو خلاصوينه وطن

خلکو يو شی

له ملی تړون نه پرته بله لار نشته

د عسکر (چالاک) له انده بل شعار نشته

ای افغانه که يو نشی درنه ځينه وطن

خلکو يو شی.

 

(عسکرچالاک )

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۱ـ ۲۷۰۷

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021