بيا د وينو وږمې راغلې، بيا نښتی چېرته جنگ دی
بيا د شپو د جنون شور دی، بيا د لمر په کاله ننگ دی
بيا د کومې ډيوې سرته، د لمبې اندېښنه راغله
بيا د سوي وزر بوی دی، سوځېدلی کوم پتنگ دی
بيا دښمن سترگې کږې کړې، د وطن د مور ټیکري ته
بیا د خور شينکی څپونی، په تنکیو وينو رنگ دی
د ميرويس د ښار کوڅو کې، گرگيني اروا چليږي
د خوشال د ننگ پر توره، سيوری ناست د بل اورنگ دی
د هوس په نيلي سپور دی، تور طالب رسۍ په غاړه
د تقوا غر يې اوبه شو، د ثواب څلی يې ړنگ دی
تورې خولې تورې خبرې، تور مطرب، زړې سندرې
زوړ رباب، زړه نڅۍ ده، د زړې نغمې آهنگ دی
د خپل ورور په کاله خيږي، زوروي خپله ورېنداره
دا کوم دين دی، کوم رواج دی، دا د کوم کلي فرهنگ دی؟
غاړه جگه که لاليه، د زخمي وطن ځلميه
تورو شپو باندې يرغل دی، په تيارو باندې غورځنگ دی
له غيرته دې لوگی شم، د وطن سپينه سربازه
د مردانو ژوند ميدان دی، د بې ننگو مرگ پالنگ دی
له ډنډونکي نه را وځه، په بې کڅه درياب سم شه
د موجونو لامبوزن ته، د خځلو لښتی تنگ دی
غیرتي سر دې ټيټ نه شو، د تیارو وحشي لښکر ته
د سپېڅلي غرور غر دې، څومره لوی دی، څومره دنګ دی
دا چې تښتي يې له ډاره، پنجابۍ تورې لښکرې
دا خو ستا د مټو زور دی، دا خو ستا د تورې شرنگ دی.
( صدیق کاوون )
بامـداد ـ ۳/ ۲۱ـ ۱۵۰۷
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2021