ســودايـي زاهـــد

د آسمان ښاپېرۍ توی کړې، د سهر په رخسار اوښکې

جنازې د گلو وينځي ، د زخمونو د ښار اوښکې

بيا د چا د زړه له کلي ، قافله د آرمان لاړه

د رباب له سترگو څاڅي ، په نغمه کې د تار اوښکې

د سېلۍ پر اوږو لېږدي ، سره ډولۍ د سرو غوټيو

څڅوي پر وچو لښتو ، شنه وږمه د بهار، اوښکې

ته له کوم کنډوه تېر شوې ، د سپین مخي سهار لمره

زه په هر ماښام کې لونم ، ستا د تللو پر لار اوښکې

د پېړۍ وچکالي راغله ، پر ټاپو د دريا نوشو

په خالي جامونو توی شوې ، د اوږده انتظار اوښکې

د آرزو ليکه اوږده شوه، او د ساه حوصله لنډه

اوس به کوم قاضي ته وړمه ، د لوټ شوي بازار اوښکې

د خونرېز نطر شغلو يې ، د تقوا خونه تالا کړه

سودايي زاهد اوس شماري ، د خپل زړه د پرهار اوښکې

د ماتم جنډې رپيږي ، پر شهيدو آرمانونو

تويوي نيمسوزه شمه، د پتنگ پر مزار اوښکې.

 ( صدیق کاوون )

 

 

 

بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۱ـ ۰۷۰۷

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2021