* تـه هــم ژاړی * 

 

زبیر شیرزاد                                                              

ډیرو ګرانو او عزتمندو دوستانو!
 نن یو دوست می چه راته ژړغونی ښکاریده ما ویل ، ما ته به دګلو، باغ او بلبلو، د میو ، میخانی ، ساقی  د سرو شونډو دغټو تور و او شنو سترګو، دبربنډو د مینی او محبت په هکله څه راته و وایی ؟ خو هسی نه وه . زما هیله هسی یو خوب او خیال وه ، خو له ما نه یی زما دهیلو برخلاف ددردونو اوغمونو نه یو ډک سوال وکړ : چه اشنا ژړاڅه ده؟ ته هم ژاړی؟ .
ما په ځواب کی ورته وویل : خوږه اشنا هو ولی نه ، خو زما او ستا په منځ کی دومره فرق شته چه زه هره لحظه او هر ساعت ژا ړم ، هره ورځ سهار اوهر ما ښام ژاړم ، هره میاشت او بیا هر کال ژاړم پسرلی ،اوړی ،منی او ژمی ژاړم.  او ته بیا کله ، کله ژاړی زه په غمونو کی ډوب او ته بیا په مستی او خوشحالی کی ژاړی،
دغه له دنیا او خلکو نه بیخبر په شاتو ، شدو. کوچو او پراټو لوی شوی اشنا بیا رانه پوښتنه وکړه نو ولی ته دومره ډیر ژاړی ؟
مجبور شوم په مستی او هستی کی غرک ژړغونی اشنا می ، چه په نیمه پوه نشو، او یا ده به په خپل ژوند کی دخپل پلار په شان لمړی ځل دردیدلی  او ژړیدلی وی ، نو ورته می په ډیره مهربانی وویل : ژړا خو اشنا د زړه د درد محصول دی ، کله چه زړه ودردیږی او بیا وزوریږی نو بیا سترګی ژا ړی ، کوم چه دنرګس ګل هر سهار وختی ژاړی. هو اشنا زما زړه هره ثانیه درد احساسوی او زوریږی او سترګی می غمونه وینی . او هغه درد اوژړا هم  دا درد دی . او باور لرم چه دا درد او احساس تا سو سره هم شته، چه د کلونو ، کلونو ملګری دی ناروغ په بسترکی پروت وی، هم هغه دبدو ورځو ملګری دی او هم بچیان یی وږی او تږی وی، او زاړه کالی یی په تن کی وی د تداوی اوکفن پیسی ونه لری، اشنا ! نو هغه سترګی دی ړندی شی چه ورته نه ژاړی . هغه زړه دی تل خاموش شی چه سترګی یی ونه ژا ړی، هغه شاعر دی ګونګی شی چه ده ته او دهغه یادونو ته  شعر او غزل نه لیکی ، دهغه لیکوال ګوتی او قلم دی مات شی چه دی هر څه وینی خو نه یی لیکی اوتور ته سپین وایی او دروغ ته رښتیا وایی.
بیایی راته وویل خو دا ژړا ، درد او یاد ، ایا یووار کفایت نه کوی؟
بیا می دده په ژبه ورته وویل : ای په میو مست اشنا ته خبر نه یی ؟ چه دازړه وطن ته، خلکو ته ،مظلومانو ته، تورسرو اوسپین سرو ته ځوان او زړو ته پیفلو او ماشومانو ته او دبدو ورځو ملګرو او یارانو  دپاره حرکت کوی، که داسی نه وای دا زړه به هم دنورو بی احساسه زړونو په شان لا پخوا خاموش شوی وه، ګوره نازولی اشنا ! دا زړه دهغو ټولو درد اوری ، کوم چه دهغو دکورونو هره دړه چه دوحشی انسانانو په لعـنتی خپو ړنګیږی پری خبر دی ، او پری پوهیږی چه څوګ دی، زړه می بیا سترګوته دژړا امرکوی . او دا بی وزلی سترګی په ژړا داسی شروع وکړی چه ګریوان راته لوند کړی، کوم چه ستا خوله خواږه او تر خه لمده کوی اوبیا مستیږی او خوند تری اخلی. خبر اوسه چه زما دزړه چیغی بیا تر اووم  اسمانه رسیږی، اشنا ! نتنها په اوږو ناستی ملایکی می دا غږ اوری او دا ژړا وینی، هو اشنا ! دا ژړا او سوزانده درد، نا خوالی اوغم  بیا د هری کونډی او یتیم د اه او ناله سره یو شی شریک شی اخری اسمان ته رسی که څوګ یی دزخمی زړونو ته د ملهمو پټی شی ، خو باور می نه شی اونه هم تری هیله لرم که پټی شی په وازو غوږو واوره دا به می خوار ، زخمی ، بیوزلی ، ژړیدلی  او کړیدلی ، بمبارد شوی شهید او سر لوړی ولس وی.او ګوره ګرانه اشنا! لږ پوه شه لږ ځان خبر کړه لږ ویده وجدان دی راویښ کړه:
چه قوم دی بی له ګناه په بمونو او راکیټونو په رڼا ورځ اوهم په توره شپه کی در ته  وژنی او بیا مری ، ملګری دی هم ډلی ډلی وژنی او مری، پلار دی درته وژنی ګرانه مور دی چه په زحمت یی لوی کړی یی وژنی ، ورور دی چه په محبت یی در باندی لاس کش کړی وی وژنی او هغه خورکی دی چه په ټکنده غرمه کی در ته دتـناره ډوډی په سره اور کی پخه کړی وی درته وژنی او مری زوی ښځه ،لور ، د کلی پاک سلمان ، نجار ، اهنګر او بی وزلی دجمات ملا دی ، معلم ،کارګر ، دهقان ، متعلم او محصل دی په بمونو وژنی چه ددوی وخت ښه تیر شی او زمونږ له وژلو لذت واخلی او غربی موسیقی ته بیا دوی وناڅی او پایکوبی وکړی ، په کور، کلی ، ښار او وطن دی بمونه دبا ران په شان ووروی ، کلی او کور ، دیره ، حجره او دنیکو هدیره دی ړنګه کړی ، مازدیګر، ګودر ، پیغلی او منګی او بنګړو ته دی ، کلتور ،رسم اورواج او کتاب ته دی سپګاوی وکړی ، او د وطن تیګه ، ونه ، سیندونه ، غونډی ، سمه او غر ،ماران لړمان او ماهیان او مرغان دی چه لپه ،لپه اوښکی تویی کړی او وژاړی ته باید هم وژاړی ؟ هغه زړونه دی زما دوطن دخلکو په شان ډیر ژر زخمی شی چه نه ژاړی او بیا دی دهغه شاعر او لیکوال او سیاست پوه سترګی وړندی شی په غوږو دی کوڼ شی ، چه زمونږ د زوریدلی ، بیوزله اوزخمی ولس غږ مید یا ته نه رسوی. ګوره اشنا !هغه لحظه خو لږ را یاد کړه : کومو ته مو چه دخدمت وعده ور کړی وه او سوګند مو یاد کړی وه . نو لږ هغو ، ماته او ځان  ته دهغو درد ولیکه ، لږ دهغو زخمو نو ته ملهم شه ، ګوره زوړه اشنا ! هم هغوی او هم زه او هم ته په خپلو غټو ، غټو او رڼو سترګو په وطن کی د خپلو او پردو وحشیانه تیری، تجاوز، غلا، غارت ، ناروا ، ظلم ، چور، چپاول او بی عدالتی په رڼا ورځ وینو او بیا  هم غلی واوسو او ارام کینو او د* مرا چه *باندی قناعت وکړو . او هره لحظه هغو سره یو ځای زه اوته او مونږ و نه ژاړو، اشنا ! دا واوره چه . نودا ډول زړه سوری ښه دی او دا ډول سترګی بیا وړندی ښی دی چه هر څه بیا کیږی وخو یی نه وینو. راځه اشنا ! اوس خو راته ووایه چه ما اوس هم کم ژړلی نه دی ؟ په دی خبرو می بیا هغه په میو او عسلو مست او لوی شوی اشنا ډیر وژړل او زړه می ورته خفه شو ما بیا هغه له وطن ، خپل ولس او بیوزلوخلکونه بیخبر اشنا ته او دهفه ژړا ته یو ځل بیا لږ و ژړل.

 

 

فرهنگی ـ بامداد۲/ ۱۳ـ ۲۳۰۷