لنډۍ د لرغوني پښتو ادب او ولسي پوهې بډایه پانګه، او ملي شتمني

 

لیکوال : انجنیرعبدالقادر مسعود


لنډۍ زموږ په لرغوني هیواد کې د پښتو درنې ژبې، او د ویاړلي پښتني وګړني ادب او فلکلور په ښېرازه ګلبڼ کې یوه غوره، مهمه، بې سارې بډایه زېرمه او پانګه، تلپاتې، غوړیدلې او راټوکیدونکې څانګه، معنوي او ملي شتمني، سپینې، رڼې او سپیڅلې خبرې، اصیلې ، قیمتي او ګرانې مرغلرې او د ولس د زړه، له احساس، درد او سوزه هغه ډک آواز او پيغام دی، چې د پراخوالي، څومره والي، څرنګوالي او منځپانګې له پلوه لکه د یو لوی، پراخ، ژور او څپاند سمندر په شان د پښتنو د عیني ، حقیقي، ریښتیني او ټولنیز ژوند او چاپیریال ټول او بیلابیل اړخونه په خپله لمن کې رانغاړي .
لنډۍ په پښتو شاعرۍ کې هغه پخوانی، ټولمنلی، او ځواکمن شعري فورم دی ، چې ځانګړی جوړښت لري او د شکل له مخې هره لنډۍ له دوو برخو څخه جوړه ده . لومړۍ مسره یې ( نهه) څپیزه او دویمه يې ( ديارلس ) څپیزه لري . لنډۍ که څه هم کوم ځانګړی او معلوم ويناوال (شاعر) نه لري او په عادي بڼه په پښتني ولس کې د وخت د غوښتنو سره سمې مينځ ته راغلي او خوله په خوله او سينه په سينه له يو نسل څخه بل نسل ته د قیمتي غمیو او ارزښتناک امانت په څېر راليږدول شوې دي خو بيا هم نژدې ټولې لنډۍ د جوړښت له مخې سره يو شان او سيلابونه يې سره برابر دي .
په لنډیو کې د ټولنیز او پښتني ژوند بیلابیلې برخې، لرغوني دودونه او ارزښتونه لکه : وطن پالنه ، د هیواد او هیواد والو سره تانده او ژوره مینه، پښتونولي، د اتلانو، میړنیو او زمریو ځوانانو میړانه، زړه ورتیا، سرښندنه، رزمي، بزمي، حماسي او عاطفي انځورونه، د پردیسي ، کډوالي او جلا وطني ژوند ستونزې ، کړاوونه او دردونه، د سولې او روغې جوړې موضوعات، خوږه او عاطفي ژبه، د ګودر پر غاړه د ښایستو پیغلو، مستو زلمیانو او تنکي ځوانانو تر منځ دیدنونه، د مینې، محبت او وفا راز او نیاز ، د ځوانې جذبې د مینې وړانګې، نغمې او ولولې، سوز و ګداز، د یست انګازې او عشقي موضوعات، د شمعې او پتنګ تر منځ اړیکې، د بیلتون ، هجران او وصال حالات ، ماهرانه او هنرمندانه تشبیهات او کنایات ، ښکلاییز ، ژبني او ادبي ارزښتونه ، ښکلي کلمات او هنري ذوق، د شین اسمان د ستورو ځلا او رڼا ، د ښکلې ، زړه وړونکې او سپینې ځلیدلې سپوږمۍ ننداره، د لمر رڼا او د ګرمې، ګرمې ، نرمې، نرمې ، زرینې او سرې وړانګې غوړیدل، د طبیعت ښایسته چاپېریال، د طبیعي ښکلاګانې انځورونه او د رنګارنګو ښکلو او غوړیدلو ګلونو ځانګړی ځای او ستاینه، د ټولنیز عدالت، د ټولنې په کرغیړنو او ناوړو دودونو نیوکه، د قلم، علم
او فضیلت، اخلاق او ادب معنوي ارزښتونه او همداسې نور مهم مضامین او مفاهیم انځور شوې دي .
له نېکه مرغه د لنډیو په تړاو بیلابیلو استادانو، د هیواد د ادب او فرهنګ درنو مینه والو، زیار ایستونکو لیکوالو یو شمېر لنډۍ له کلیو او بانډو څخه را ټولې کړي او د کتابونو په بڼه یې چاپ او خپرې کړي دي ، چې د دغو نامتو استادانو او لیکوالو نومونه د پام او یاد وړ دي . لکه : ارواښاد علامه حبیبي،استاد ارواښاد عبدالرووف بېنوا، اکادیمسین استاد مجاور احمد زیار، استاد ارواښاد محمددین ژواک، استاد حبیب الله رفیع ، ارواښاد محمد ګل نوري ، ارواښاد مصطفی جهاد، ښاغلی عبدالکریم پتنګ، مېرمن سلما شاهین او ځنې نورو ...
خو ارواښاد اکادیمسین سلمان لایق چې زموږ د ادب او فرهنګ په ډګر کې د پښتو او دري ژبو پېژندل شوی ، پیاوړی ، نوښتګر او مخکښ شاعر او لیکوال دی، له ډېرو کلونو راهیسې پر پښتو لنډیو کار کړیدی او د لنډیو د راټولولو تر څنګ د لنډیو پر علمي څیړنو، تحلیل او پېژندنې هر اړخیزې لیکنې کړې دي چې د دغې سلسلې ځنې لیکنې یې پخوا خپرې شوې هم دي .
ده په خپله یوه لیکنه کې د لنډیو په اړه داسې کښلي دي :
(... نخست از نظر فورم لندی شعر فلکلوریست و شعر فلکلوری آن ساحه پهناور از احساس و شیفتگی بی پایان است که توسط صد ها هزار انسان پایه گذاری شده است، از نخستین بوسه ها، عشق ها، خنده ها و شادی ها و از آغازین سرشکها، اندوه ها و درد ها.
(لندی ) تک بیت های شفاهی پشتو است که در قالب آوازها و آهنگهای گوناگون از باستان تا زمان ما رسیده است، و پشتون ها بدان لنډۍ، ټیکی، مسری، تپه، آواز، بدله، سندره وغیره نام داده اند....)
او همداسې ... ښاغلی صدیق کاوون توفاني ، چې زموږ د ادب او فرهنګ هڅاند، وتلی او نوښتګر شاعر، پیژندل شوی لیکوال، او ادیب دی ، په خپله یوه لیکنه کې د لنډیو په اړه داسې وایي :
(( ....د لنډیو تر ټولو مهمه ځانګړنه د هغو شکلي لنډوالی او د منځپانګې بډاینه او پراخوالی دی ، داسې چې د یوې لنډۍ په همدغه دوه مسریو کې یوه دونیا مانا او مفهوم ځاییږي آن تر دې چې سړی نشي کولای د یوه اوږده شعر په لمنه کې هم هغومره لوی مفهوم راونغاړي .
البته د یادولو وړ ده ، چې په پنجابي ژبه کې د « ماهیا » په نو م او په جاپاني ژبه کې د « هایکو » په نامه لنډیو ته ورته لنډه کي شعرونه شته چې خپله ښکلا لري خو له لنډیو سره د ډېرو ښکلي او ماهوي تفاوتونو لرونکي دي ...))
د لیکوالو د څیړنو پر استناد د لنډیو ویونکي په درې برخو وېشل کېږي :
- ښځینه لنډۍ،
- نارینه لنډۍ،
- د ښځو او نارینوو تر منځ ګډې لنډۍ ،
د لنډیو په تړاو څیړونکي وایي : زیاتره لنډۍ د ښځو او پیغلو له خوا ویل شوې دي، چې ښځو په پښتني ټولنه کې د ټولنیز عدالت او انساني ژوند د نیمګړتیاوو، دردونو، کړاوونو، ناخوالو ، ستونزو او بد مرغیو په اړه خپل غږ او آواز اوچت ساتلی دی . او همداسې په ښځینه لنډیو کې د پښتنې میرمنې پیغام او د رښتینې مینې اعتراض، احساس ، ارمان رازو نیاز، درد او سوز په ډیر ښکلي او ظریفانه بڼه انځور شوې دي .
د تاریخ په اوږدو کې د لنډیو په پراخه د ښته ، سمسور او شین بڼ کې د لنډیو ویونکو په خوږه او پسته ژبه د انساني ، ټولنیز او پښتني ژوند ټول اړخونه په ډیر ښکلي، او هنرمندانه بڼه بیان کړي دي .
لنډۍ د پښتو ژبې او د پښتنو د کلیوالي، ټولنیز او عیني ژوند د عاطفي رنګ اوخوند او د احساس او جذبې رڼه هینداره او د پښتني ژوند هغه بهانده چینه ده، چې تر څو پښتون، پښتني ژوند او پښتو ژبه ژوندی وي دا چینه به نه وچیږي او لنډۍ به ژوندی وي او د اوریدونکو او لوستونکو د زړونو د هنري مینې تنده به داسې خړوبوي چې بل هیڅ ادبي او هنري ژانر به په داسې یو لنډ او مانا داره فورم کې د لنډیو ځای ډک نه کړي .
لنډه دا چې په لنډیو کې بیلابیل مضامین لکه : حماسي، رزمي، ټولنیز ، تاریخي، روزنیز، اخلاقي او معنوي، اصلاحي او انتقادي، عشقي او همداسې نور ... په ډیره پسته ، خوږه او عاطفي ژبه، په هنري، شاعرانه او ادیبانه بڼه انځور شوې دي .
د دې خبرې یادول اړین ګڼم، د ساینس او تکنالوژی د پراختیا، ودې او پر مختګ سره سم له نیکه مرغه لنډۍ چې مخکې د کلیواو بانډو، د دنګو دنګو غرونو په شنو او مستو لمنو کې او د لویو او پراښو دښتو د رنګارنګو غوړیدونکو ښایسته ګلونو د نندارو په بنډارو کې ، په ګودرونو کې، د نښترو او چنارونو د دنګې دنګې او شنې ونې تر لاندې، په شنو، زرغونو او سمسورو باغونو کې ، په شنو درو، پولو او پټیو کې ، د چینو، مستو او څپاندو سیندونو او ځړوبي (ابشارونو ) د رڼو اوبو د مناظرو تر څنګ، د کوچیانو د کېږدی اړخ ته، د شپون په شپیلیو کې، د بڼوالو په شنو دروکې
او همداسې د پښتنو په کلیوالو سیمو کې ، په ښځینوو بڼدارو کې، د نارینوو په حجرو او د ټنګ ټکور په بزمو او مجلسو کې په شفاهي ډول د پښتنو په منځ کې خوله په خوله او سینه په سینه یو بل ته لېږدول کیدلې خو اوسمهال له خولو او سینو نه قلمونو ، کتابونو، ښوونځیو، پوهنځیو ته ، ښاري ژوند ته ، مطبوعاتو او ټولنیزو شبکو، رادیو او تلویزونونو، کمپیوترونو، سایتونو، فیسبوکونو او تویترونو ته لاره پرانیستې ده .
لنډۍ په پښتو ژبه کې يوه لنډه سندره ده، چې پر انساني احساساتو او عواطفو ډیر ژور او د پام وړ اغیز لري او په خپله لمن کې يې د ورځني او ټولنیز ژوند مهمې او بیلابیلې پدیدې، پېښې او حوادث ، په زړه پورې ټولنیز او اخلاقي اهداف او موضوعات، مفاهیم او مضامین په ډیر ښکلي او هنري بڼه انځور کړې دي . همدا وجه ده چې د هرې ورځې په تیریدو سره د لنډیو ښکلاییز ذوق، تخلیقي ځواک، ژبني ، ادبي او هنري ارزښتونه، معنوي لوړتیا او ادبي پانګه درنه او بډایه کېږي ، او د راتلونکو نسلونو معنوي ،ادبي او روحي تنده په اغېزمنه توګه خړوبوي .
د ادب او فرهنګ ګرانو مینه والو، شاعر وایي :
ستا د ښایست ګلونه ډېر دي +++ لمن مې تنګه زه به کوم کوم ټولومه .
د پورتنیو خبرو پر لاسوند ما یو شمیر رنګارنګ لنډۍ انتخاب کړې دي ستاسو د ادب درنو مینه والو ته یې ډالۍ کوم . هیله من یم چې په لوستلو او لیدلو یې ستاسو ادبي او هنري تنده پرې خړوبه شي .


وطنه ستا په مینه مست یم
که ستا په مینه مې سر ځي لوبې پرې کړمه
***
ځوانانو پاڅئ توره واخلئ
په وطن جنګ دی غلیمان راغلې دینه
***
که په میوند کې شهید نه شوئ
خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه ***
توري به نکړو نو به څه کړو
چې مو شيدې د پښتنې رودلي دينه
***
چې د پښتون د تورې شرنګ شي
د جنګ میدان کې غلیم لاره ورکه وینه
***
د لـــويو غـــــرو سيل مې وکړ
اوس مي يـــاديږي د شينکي وطن باغونه
***
جنګونه څومره زورور دي
چې زړه له زړه او یار له یاره بیلوینه
***
کور دې سپیره‌‌ء شه ټوپکیه
چې دې سپیرهء کړل د کابل شینکي باغونه
***
پر کابل ږیرې راغلې خدایه
بیا به تالا کړي تورپیکي هسک اورمیــــږونه
***
د ږیرورو لښکر راغی
تیارې خورې شوې، رڼا اوښکې تویوینه ***
ځوانانو لوست ته ځان چمتو کړئ
تیاره خوریږي ټوپکیان راغلي دینه
***
راځئ چې نوره جګړه بس کړو
د جګړې اور ښکلي ځوانان تباه کوینه
***
غم خو دې نه وي، جنګ دې نه وي
څومره جنګونه، څومره وګالو غمونه
***
ټوپک سینګار د ځوانۍ نه دی
اوس له زلمو سره قلم مزه کوینه
***
ځوانانو وخت د جګړې نه دی
وخت دی د سولې چې وطن آباده شینه
***
ځوانانو خپل وطن آباد کړئ
د هیواد پیغلې به سلام درته کوینه
***
وطنه ستا نه قربانېږم
اوسه لمن کې دې تازه شکلي ګلونه
***
څانګه به نن سبا کې ګل شي
ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدلې دينه
***
اسمان په ستورو ښايسته ښكاري
لكه ليلا چې په مخ ووهي خالونه
***
بارانه ورو، ورو پرې ورېږه
وړې، وړې جنکۍ غره ته تللي دينه
***
خلك به وايي چې وړه ده
وړې زما په زړه چړې منډلي دينه
***
په غټو سترګو دې مئين شوم
ځکه مې غټې غټې اوښکې په مخ ځينه
***
باڼه اغزي شونډې دې پاڼې اشنا
لږ په ورو ورو يې خوځوه زخمي دې كړمه
***
چې ماز د يګر شي زړه مې ښه شي
په ګودر جوړ شي د منګيو کتارونه
***
ته د ګودر غاړی ته راشه
ما په منګي کې پراټې راوړې دينه
***
مخ یې د شنو خالونو ډک دی
لکه سپوږمۍ کې چې ښایسته ښکاري داغونه
***
د محبت په رنځ رنځور يم
شېرينې راكړه د سركو شونډو سرونه
***
خوله مې غوښته ژبه يې راكړه
خدايه سخي نجلۍ ته وركړې جنتونه
***
خدايه دا مور يې لېونۍ کړې
مئين پرې زه يم اوس يې بل ته ورکوينه
***
د خوشالۍ یاران مې ډیر وه
چې ښادي ولاړه، ټولو پورته کړل لاسونه
***
مينه د مينې پيدا کيږي
په مينه مينه دې کتل ميئن دې کړمه
***
مینه په تلو راتلو زیاتیږي
کله راځه کله به زه درځم مئينه
***
باده پر باد مې سلام وایه
پر هغه باد چې د اشنا پر لوري ځینه
***
یاران به ټول سره راټول وي
زه په پردي وطن کې اوښکې تویومه
***
په غم پیدا په غم کې لوی شوم
په غم مئين په غم به خاورو ته ورځمه
***
پـــــــه دنيـــــا مـــــه نـازېږئ خلکو
دنيـــا فـــــاني ده په ارمان به ځنې ځو نه
***
پـــــه اصل څـــوک نه سړی کيږي
سړی هغه دی چي يې خوی د سړي وينه
***
د سر دښمن مې هوښيار ښه دئ
زه د بې عقل پــــه دوستي ستومانه يمه
***
بلبلان ټول په ژړا ژاړي
بورا په توره خولګۍ وخوړل ګلونه
***
ټوپك ويشتلى به خداى جوړ كړي
په زړه ويشتلى به كړېږي مړ به سينه
***
بېلتون يواځې په ما ندی
بېلتون شمال دی هره پاڼه رپوينه
***
جدايي راغله لارې دوه شوې
مرګ مې قبول دی جدا يي نه قبلومه
***
تن مې د شنو نکریزو پاڼه
په ظاهر شنه د ننه رنګ په وینو یمه
***
جانانه فکر پکې وکړه
مينه سور اور دی وارخطا نشې مئينه
***
بابا کوچيانو ته مې ورکړه
چې تور پېکی مې د نښترو باد وهينه
***
پاس د آسمان ستورو ته ګوره
په تا مې دومره دي د سپينې خولې پورونه
***
خمارو سترګو دې زخمي كړم
د خداى د پاره ما ته مه ګوره مئينه
***
كه مې ته روغ لېونى نه كړئ
نور مې د بنګو پياله مه بوله ميئنه
***
پاس پۀ اسمان کې ستوري ښکاري
اشنا ويدۀ دی ما يې وکړل ديدنونه
***
فیسبوک دې خلاص که ځوانیمرګ شې
دا څــلـور ورځــې انـتــظـار ولاړه یمـــه
***
ملا! آذان ته بېړه مه كړه
زه د آشنا په غېږ كې اوس ور ولوېدمه
***
سپوږمیه سر وهه راخیژه
زما لالی د تورو غرو مزل کوینه
***
چې لمر ډوبیږي تیاره کیږي
زه چې تا نه وینم تیاره راباندي وینه
***
اصيل ګلاپ راڅخه ورک دي
کم اصل ګل که بویوم ډک دي باغونه
***
ګلاپه دا قدر دې بس دی
چې جينکۍ دې په اوربل کې ګرزوينه
***
مخ دې ګلاپ سترګې دې شمعه
زه نه پوهيږم چې پتنګ که بورا شمه
***
دا بند په بند به شم در ما ته
په بند ماتيږي د لاچي او لونګ ونه
***
جينکو نوی دود جاري کړ
دکشمالو باغچې په بام کې جوړوينه
***
يا د لاله په ګل شبنم دی
يا دې د مخ په ستارو خولې راځينه
***
صورت يې سپين کميس يې شين دی
لکه نرګس چې شين يې نار سپين يې ګلونه
***
مخ دې ګلاپ سترګې نرګس دي
دا تورو زلفو دې سنبل وشرماونه
***
وړه نجلې چې شونډي سرې کا
لکه د ډاک ريدي چې وسپړي ګلونه
***

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۱۹۰۱۲

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.

Copyright © bamdaad 2020