د يو احساس تصوير

 

گوندې که بېرته ماشومتوب ته ورشم

زه به اوتر وم چې دلمر رڼا به کله وينم ،

لمر به دغره له سره څرک واهه ،

په گڼو ونو به دزيړو طلايي وړانگو څادر وغوړيد ،

رڼا به هر لورې ته پلنه شوله اوورځ به راغله ،

زه به هم ورو له خوبه پاڅېدم

له خپلې خوني اودالان نه به بهر شومه

زه چې ماشوم وم نو په تور سهار به وخوځيدم ،

له خوب به ويښ شوم ، اود خيال دونيا به ړنگه شوله ،

***

زه چې ماشوم وم تلوسه به مې وه ،

چې زه به څه مهال دخټو کوټنۍ جوړې کړم ،

زه به له کومه ښايسته ه ښکلې ډبرې راوړم ،

يوه پر بله کيږدم پورته يې کړم ،

چې له ويالې اوبه را واخلم

اوبيايې خټې په تنکو لاسونو ټينگې کړمه

ما خو له خټو اوبو نه انسان نه جوړاوه ،

ما کوم موجود کې کومه ساه او نفس نه پوکاوه ،

ما ويل دخټو کوټني جوړوم ،

خو :

ما دکوډلې جوړېدو په هيله ،

بوټي خځلي اود خټو څلى ،

ما له هغو نه انسان نه جوړاوه ،

نه مې په هغه کې نفس ځاياوه ،

خو ،دخيالونو،تصويرونو د جهان په تکل

ما دخپل ځان له پاره ، دخپلې ساه او خپل روان لهپاره ،

دخپل ارام اوخپل جهان له پاره ،

نوى جهان نوى مکان جوړاوه ، اودهغه پر سر مې

له ستورو ډک شانى اسمان جوړاوه ،

لمر اوسپوږمي مې داسمان په شنه لمنه کې

سيالي ته بلل ،

ما دا هوډنه درلوده ،

چې خپله ساه په خپل جوړ شوې بت ورپوه کړمه زه ،

ما يو کوډله يو کور گى جوړاوه

چې په کور گي کې به دمه جوړه کړم

اوبيا دژوند منزل ته لار جوړه کړم ،

پکې ارام وکړم

خو دا هيڅکله پوره نه شوه ،

کورگې به جوړ شو ژر به ړنگ شو پسې ،

زه به حيران اولاس تر زنې لاندې ودريدم ،

اوس له هغو وختونو

کلونه شاته پاتې

زه دهماغه ماشومتوب له تصوره ځينې خوند اخلم

چې دکوډلې جوړيدو کې بوخت وم ،

يو وار چې جوړ شو يو توفان راغى

نيمايي عمر مې توفان کې تېر شو

اوس دهماغه ماشومتوب

دسهار خوب اوپهتنکو لاسو دخټو لوبې

ځان پرې مصروف ساتم

گوندې که بيرته ماشومتوب ته ورشم.

( اکبر کرگر)

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۵/ ۲۰ـ ۱۰۱۲

Copyright © bamdaad 2020