تسليت

 

د « تسليت » توری مې نه خوښېږي

له ورځنيو « فاتحو » نه، زياتي ستړی يمه.

هره ورځ وينې ، هره ورځ د ميندو اوښکې ، د پلرونو غم زپلې څېرې ،

او د تنکيو ماشومانو ، د سرو سترگو د کتاب پاڼو کې ،

د مور و پلار په وينو سرې ، پوښتنې

چې هېڅ څوک هم ورته ځواب نه لري .

او هره ورځ زخمي ارواوې ،

چې د ښار په هدیرو کې ،

سرگردانه گرځي ، چيغې وهي :

تر څو چې دا « شهيد پروروه » ، « مجاهد ملت » !

همداسې د بادونو پر وزرونو ناست وي ،

او « ژوند پروروه » نه شي ،

تر څو چې خپلو عزیزانو ته د مرگ مباره کۍ ورکوي

تر څو د خپل قاتل په غاړه کې گلان اچوي ،

او هم په خپله د خپل باغ د دروازې کيلې د باد تورو پنجو ته سپاري .

موږ به همداسې د تنکيو سرو گلونو رژېدو ته ژاړو ،

او هره ورځ به د غوټيو په سرو وينو باندې سرې جنازې ،

د تورو خاورو مزارونو ته وړو .

او خپل مخونه ،

ـ د گناه په دود ککړ ککړ مخونه ـ ،

به په اوښکو مينځو ،

او خونړيو توفانونو ته به لارې څارو .

                  ***

زه له دې ډېرو فاتحو

او تکراري تسليتونو زياتي ستړی يمه ،

زه د غمجنو ماشومانو

د خوږو سترگو پوښتنو ته ځواب نه لرم .

( صدیق کاوون )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴/ ۲۰ـ ۰۹۱۱

Copyright © bamdaad 2020