د وحشتونـو قـافلـه راغـله

 

د پوهنتون نه یی هدیره جوړه کړه

لمبه باران او اور باران ووارید

مرګی خونینه هنګامه جوړه کړه

پیغلی او ځوانان خواره واره ولویدل

مرکی یۇ نوی زاویه جوړه کړه

د نجونو قتل ته یی جشن ونیو

د زلمو وینو کی یی دمه جوړه کړه

د علم او پوهی څراغونه یی مړه کړل

تعلیم کدی نه یی مرګ کده جوړه کړه

زما کابله قتل عام کابله

ستا پوهنتون نه یی ویرانه جوړه کړه

زما کابله تاریخی کابله

ستا له ګکرو یی مناره جوړه کړه

ای خلکو جک شی قیام وکوی

ستاسو د ورکو یی نقشه جوړه کړه

زما عسکر (چالاک ) ویده اولسه

جک شی چی ورځ یی درته شپه جوړه کړه.

 

(عسکر چالاک )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۴۱۱

Copyright © bamdaad 2020