ځــوانـــي
دا ځواني هسې نه وه ، چې وه
یوه ګړۍ وه یوه شېبه وه ، چې وه
را به نه شي آرمانجنه ګیلمنه رانه لاړه
یو څو ورځې مېلمانه وه ، چې وه
یو نسیم و یو وږمه وه ، چې وه
ډېرو وکتل په مینه ډېرو سل ټوټې ټوټې کړه
زړه مې داسې آينه وه چې وه
یوه زرې ورې شیشه وه ، چې وه
له ما هم لکه پړک ورکه ستا به هم د سترګو رپ شي
ستا دغه ده زما هغه وه ، چې وه
یو خیال و یوه لمهه وه ، چې وه
ښکلی خوب و ډوبېدونکی غوندې لمر و
یو ماښام و یوه نشه وه ، چې وه
هسې فرېب و یوه دوکه وه ، چې وه
رځه بیا ها د ځوانۍ وختونه یاد کړو
رموږ کیسه چې خوله په خوله وه ، چې وه
څومره ښکلې زمانه وه ، چې وه
زما شو ه کډه هغې خواته چې بیا نه راګرڅم کله
زنده ګي یوه افسانه وه ، چې وه
یوه ډیوه وه او بیا مړه وه ، چې وه
رته وایي تېر په هېر کړه پسې څه ګرځې منګله
هسې وه دغسې نه وه ، چې وه
که خوږه وه که ترخه ، چې وه
( ولی منګل )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۰ـ ۲۲۰۹
Copyright © bamdaad 2020