ســولـه
خوږی خبری غواړی نرم ادبيات غواړی
سوله خوښي ده سوله امن او ثبات غواړی
جنگ نه گوزار کول د سولی په لور سخته ده ډير
دغه بهير لوی شخصيتونه او ذوات غواړی
غير او غماز زمونږ وطن ته سری لمبی راوړي
زمونږ د جنگ للمی باران غواړی برسات غواړی
عمر خوړلی د مرگ پوله باندی کړوب ولاړ دی
اوس هم له جنگ ځينی ژوندون د خرابات غواړی
سوله بدلون سوله هستی سوله لوی ځواک دی خلکو
د جنگ حميان خو هميشه د جنگ نه خيرات غواړی
په تنکو لارو کوډو ښپو باندی مزل نه کيږ ی
سوله ميدان سوله سينه سوله لوی واټ غواړی
هغه سپيره جنگيالی ګوره د جنگ پای ته ژاړی
جنگ نه ډوډی جنگ نه عزت جنگ نه حيات غواړی
عسکر (چالاکه) دا لوی قوم دی څو غلو وتښتو
بيرغ را جیک که دا وطن تحولات غواړی.
 
( عسکر چالاک )
 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۰ـ ۱۴۰۹

Copyright © bamdaad 2020