وطـنه خــدای پـه امــان

 

سلگی وهمه ځمه وطنه خدای په امان

ايری دی ښکلومه وطنه خدای په امان

ستا ژوبل ژوبل خلک ستا ژوبلی ارزوکانی

د زړه په سر ليگمه وطنه خدای په امان

ستا جنگ ته او ستا سولی ته ښامار منجيله شوی

مخ چاته واړومه وطنه خدای په امان

د وينو په لښتيو کی د واک لپاره وينی

همدی غم وخوړمه وطنه خدای په امان

تعليم او استعداد می سر خوړلی رنگ یی زيړ دی

سپيرکی به څو پلورمه وطنه خدای په امان

غليم ستا د وياړونو هره ورځ خوری باورونه

دا کله هيرومه وطنه خدای په امان

ناخوالی او غميزی دی سينه باندی اولويدل دي

وړيا ساه ورکومه وطنه خدای په امان

عسکر ( چالاک ) وايی دلته خو اوږد غم اوږد ناورين دی

تا پالم تا ستايمه وطنه خدای په امان.

( عسکر چالاک )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۰ـ ۳۱۰۸

Copyright © bamdaad 2020