لکـه سينـدونـه ...
د تاندو هيلو مزارونه پر اوږو گرځوو
جانانه ستا خواږه يادونه ، پر اوږو گرځوو
زموږ د اوښکو سمندر د وچېدلو نه دی
لکه د ورېځو ، بارانونه پر اوږو گرځوو
د سرگردانه ، لالهانده يهودي په شانې
د څو پېړيو تومتونه پر اوږو گرځوو
هر څوک چې اورد فتنې بل کړي ، دود يې موږ ته رسي
ته وا د ټول جهان غمونه پر اوږو گرځوو
د زړه کابل کې مو غونډۍ د جلجتا جوړه ده
د صليبي جلاد دارونه پر اوږو گرځوو
راټولوو تمامه ورځ د گناهونو کاڼي
د خونړي دوران زخمونه پر اوږو گرځوو
د نېک و بد توپير يې نه کوو له مخې يې وړو
لکه سيندونه ، سېلاوونه پر اوږو گرځوو
غربي غربت ، غم او غزل او غمېدلی غروب
غمجن ماښام ، د غمو غرونه پر اوږو گرځوو
د شپي ټاپو ته به د لمر سرتيري کله راځي ؟
عمرونه وشول ، سهارونه پر اوږو گرځوو .
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۰ـ ۲۱۰۶
Copyright © bamdaad 2020