ځــــــواني
رانه ولاړې سترګو رپ کې کومه خوا پرکومه لاره
 د ځـــوانۍ ښکلې بهـــــاره دځـــوانۍ ښکلې بهـــاره
                           *
 دسپــوږمــۍ پستې رڼــانــه دپیمخــو نازادا نه
 درزېده مین زړګې مې شې به نه وه په کراره
 دځوانۍ ښکلې بهاره
                           *
 هره خواخوږې نغمې وې دځوانۍ مستې څپې وې
 دځوانۍ دبڼ پرګـــلــــو وم بـورا شپه تر سهــــاره
 دځوانۍ ښکلې بهـــاره
                          *
 ځوانې زورځـواک وهمـت و لـوی بـــــــــاوردمحبت و 
 داوبــــــــــو بهــیرپشــــانی نه راګرځې بــــیا دوبــــاره
 دځوانۍ ښکلی بهــــاره
                          *
 پرملا کړوپ اوږیره سپینه لاتـوده ده داســـــــــتا مینــــه
 چې دې یاد سره جرګــه شوم ولې سپکې شي لـــــه واره
 دځوانۍ ښکلی بهــــاره
                         *
 دزړښت پړاوتوفان کې په منګولـــو دخــــزان کې
 ژوند مې پاڼې پاڼې کیږي ناتوانیــــــــوله ناتــــاره
 دځوانۍ ښکلې بهـــــاره
                       *
 لیرې ګــرځې لــه مــواجــه د رنځــونـــو ستر علاجـــه
 خیال سره چې دې جرګه شوم ټکان خورمه سم له وا ره
 دځوانۍ ښکلي بهـــــاره
*
(نجم الرحمن مواج )