ســور اخـتــر
بیا موسم د قربانۍ دی،بیا غوڅ شوی د چا سر دی
بیا د چا پر کاله ویر دی،بیا د چا پر کور اختر دی
دا زما د مینې مېنه،خدایزده څه بلا وهلې
پکې هر قاتل اتل شو،پکې هر خوني رهبر دی
ابراهیمه ته خو ښه وې،خپل احساس دې قرباني کړ
اوسنیو دې جوړ کړی،له سرو وینو سمندر دی
بیا دې څه زېری راوړی،دخچنې شپې قاصده
بیا د کومې رمې وار دی،بیا د کوم شپانه ګذر دی
لټوم دې په دې ښار کې،چې پوښتنه درنه وکړم
له خپل ځانه یې پردی کړې،یاره اوس دې څه باور دی
د غرور شهباز دې ګوره،دست آموزه د ښکاري شو
دا د چا د دانې زور و،دا د چا د دام اثر دی
په سرو وینو ښایسته ده،د قصاب د ذهن پاڼه
د مسلخ رواج،قانون شو، د چړې ځلا، هنر دی
د ناولې لوبې سیوری،پر دې ښار باندې لوېدلی
د تنکیو وینو بوی دی،قرباني ده،سور اختر دی.
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۱۹ـ ۱۰۰۸
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019