د شنـې وږمــې غــزل
د پسرلي د پښو پل يم ، ياره ومې لوله
د شنې وږمې د خولې غزل يم ، ياره ومې لوله
راويښومه د بيديا يخنۍ وهلي گلان
نری شمال د کوم وربل يم ، ياره ومې لوله
د چا د وچ غرور برېښنا مې سترگې و نه نيوې
زه مې د خپلې پگړۍ ول يم ، ياره ومې لوله
اور مې پخپله لگولی ، سوزم خپله پکې
د درد آباد د ښار اتل يم ، ياره ومې لوله
د زړه گلاب لکه بيرغ په وينو سور گرځوم
بيا قرباني د کوم يرغل يم ، ياره ومې لوله
لکه څراغ چې په زيارت کې لگولی وي چا
د تورې شپې طاقچه کې بل يم ، ياره ومې لوله
چې جابلقا ته رسوي مې قافله د مينې
بس د همدغې لارې مل يم ، ياره ومې لوله .
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۵/ ۱۹ـ ۲۷۰۳
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2019