د مـارچ د اتمـې پـه پلـمه :
د هيلـو للمـه
زما د هېواد ستم زپلې ښځې ومې بښه
زه درته بيا د خوشاليو ډالۍ نه لرمه
بيا د زخمي زړه څو زخمي هيلې در لېږم درته
د بېغميو د غميو ډالۍ نه لرمه
تاته د کومې آزادۍ مباره کي ووايم
تاته د کومې تورې شپې د سهار زېری شمه
تاته د کومې غملړلې قصې پاي وليکم
تاته د کومې شنې باغچې د بهار زېری شمه
لا دې په پښو کې د پېړيو زنځيرونه پراته
لا دې زړه ډک دی له ناکامه ارمانونو ځنې
لا دې قفس کې د عمرونو ترانې بندې دي
لا دې خالي دی د ژوند باغ ، له سرو گلونو ځنې
لا دې پر وچو شونډو گل د خندا نه غوړيږي
لا دې د تاندو هيلو للمه باران نه پېژني
لا دې د مينې گلغوټۍ پسرلنۍ نه ښکاري
لا دې ژوندون د نېکمرغيو جانان نه پېژني
که ته آزاده شې نو رسم د « سنگسار » به څه وي
د « نامردانو » د پېړيو افتخار به څه وي
که ته آزاده شې نو دېو به د ستم څه کوي
د طالب لښته ، د ملا د ږيرې دار به څه وي
که ته آزاده شې ، د دين ټيکه دارانو ته به
څوک د رټلو ، زورولو بهانه ورکوي
که ته آزاده شې نو څوک به د « غيرت » په نامه
ستا د وهلو ، د وژلو بهانه ورکوي
ويښه شه ، پاڅېږه له پښو دې زنځيرونه مات کړه
د اسارت د تروږميو زندانونه مات کړه
ناکامو هيلو ته وزر د الوتلو ورکړه
پاڅېږه ووځه له ځانه ، قفسونه مات کړه
اوس خو اسيره يې ، زهيره يې ، آزاده نه يې
د خوشاليو د رڼا پر ښار آباده نه يې
اوس خو باران د ماتمونو دې پر سر وريږي
د غمو پېټی پر اوږو گرځوې ، ښاده نه يې
نو... د وطن غمو خوړلې ښځې و مې بښه
تاته د کومې آزادۍ مباره کي درکړمه
د استبداد په قفسونو کې اسيرې مرغۍ
زه به د کومې نېکمرغۍ مباره کي درکړمه ؟
(صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۴/ ۱۹ـ ۰۷۰۳
استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.