زمونږ د کلی دکان

 

                                                         
ښایی ستاسو په کلو او بانډوکی به هم زمونږ دکلی په شان کلیوالی دکان وو. زه نه پوهیږم چه ستاسو دکلی ددکان خوا کی به هم مازد یګری بنډارګرم وه اوکه نه، خو باور وکړی چی زمونږ دکلی دکان که څه وړوکی هم وو، ډیر" جمع اوجوش" یی درلود. خلک به له هری خوا راتلل اوراټولیدل. زمونږ دکلی "مازدیګر" دکابل دنوی ښار له "مازدیګر" نه ډیر ګرم وه داځکه چی زموږ کلی د " تَرګړو" او " مندروړ"  له بازارونونه لری پروت وو؛ دجلال آباد او کابل ښارونه خو مه  پوښته. زمونږ د کلی ختیز خوا ته د "بلور" په نا مه لویه ویاله ده چی ترسُرخکانو پوری غزیدلی ده او لږ وړاندی بیا لوی مست سیند  بهیږی، چیرته چی دعلیشنګ او علینګارسیندونه سره یوځای کیږی. د دغه سیند په ختیزه غاړه کی د تره خیلو په نامه بی ثمره خړ پـړاو سپیره غر پروت دی. دترخیلو دغره لویدیځ او زمونږ کلی ته څیرمه یوه سپیره خو ښکلی غونډی پرته ده. دا غره او غونډی سره له دی چی نه یی دپکتیا دغرونو په شان د نګی ونی لرلی ، نه دکنړ او نورستان دغرونو په شان تک شنه وواونه یی هم دسمنګان دباغونو په شان میوه لرونکی ونی درلودی خو دخپل موقعیت په وجه یی زمونږ کلی ته ځانګړی ښکلا وربښلی وه، او هغه داسی چه کله به لمر دغره پر سر راوخوت نو وړانګی به یی سمدم زمونږ په کلی پریوتی او دغره له سیوری سره به یی یو ډیر ښکلی او په زړه پوری انځور جوړکړ او کله چه به مازدیګر شو او لمربه دغونډی پر سر پریووت وړانګو به یی داسی سوررنګ غوره کړ چه تا به ویل دغره پر سر "سور حلوان" غوړیدلی دی. دکلی سړی او ځوانان به دنصرت ددکان خواته راټول وو اودلمرلویدو ننداره به یی کوله. ښځی او پیغلی به بیا دکورونو بام ته وختی او پیغلوبه دلمر په سره څیره کی د مینی اومینتوب خواږه یادونه ، خیال او خوبونه لیدل.

 هو، خبره زمونږ دکلی پر دکان او ګرم مازدیګری بنډار وه.

مخکی می وویل چی زمونږ کلی له لویو بازارونو نه ډیر لری پروت وو اوله بلی خوا د خدای بښلی اضغر ماما د " آس ګاډیو" قیمت هم ډیر لوړ وه نو په دی وجه خلکو غوره گڼله چی دخپل کور " سَودا " دکلی له دکان څخه واخلی. له سهار نه تر مازدیګره خلک په کارونو لګیاوو او مازدیګر به بیا ددکان خوا ته راتلل ترڅو د"سودا" تر څنګ په ګرم " بنډار" کی گډون وکړی. هم ثواث، هم خُرما.

. هو، زه هغه وخت ځوان زلمی وم، ږیره می په مخ ښکاریده او بریتونه می هم تور شوی وو ، تر دی د مه می دخپل کلی شاوخوا، دمکتب لویه لاره او دجمعی دلما نځه له جومات نه  پرته،  نورکلې اوبانډی می هیڅ نه وه لیدلی. زمونږ مکتب دمندروړ د ګرم بازار په خوا کی پروت وو چیرته چی دجمعی د لمانځه لوی جومات هم موقعیت درلود  او دا جومات بیا دویالی په غاړه "دمندروړ" په ګرم بازار کی دهغی لویی لاری پخوا کی پروت وه چه د اندور، میاګانو ، شیخانو اوبولان اوسیدونکی پری هره ورځ تلل او راتلل. په دغه جومات کی به د اندوردکلی لوی مولوی صاحب اوږدی " مسلی " کولی.  دجمعی په ورځ به مونږ نوی کالی واغوستل دپلار یا ورور او یا کلیوالو سره به یو ځای لاړو  تر څو چه د مولوی صاحب له مبارکی خولی(ژبی) نه وعظ او مسلی واورو، او د اسلام  له د یـن نه ، له روا اوناروا کارو نه ، دظالم له ظلمه اودعادل له عدالته نه خبر شو اوبیا هغه څه وکړو چه په کړو یی خدای ( ج )، دخدای رسول او "صحابۀ کرام" خوشحاله شی. دمولوی صاحب مسلو(خبرو) ته به مونږ ټولو ژړل او له سترګو به مو اوښکی روانی وی. ژړا به هلته زور واخیست چه مولوی صاحب به هم په ژړا شروع وکړه، ما هم ژړلی او نوروهم. خو د دکاندارانواو ځوانانو له زړونو خدای خبروو. هغوی به په زړه کی ویل "مولوی صاحب  دخدای لپاره اوږدی مسلی پریږ ده چه لاړ شو سودا وکړواو بنډار ګرم کړو"  دمندروړ بازار کی د مسلمانانو ترڅنګ د هند وانو اوسکانو له میو او دانو ډک دکانونه هم وو اود جواهر لعل یونانی دکان هم وه.  هندوانو اوسیکانو به  له "سود، سَلم"  پرته تش لاسو او بی وزلو خلکو ته تر غنم لو او شولو ریبلو پوری سودا په قرض ورکوله خو مسلمانو بیا ګټه یعنی سود هم پری ورزیا تاوه . مولوی صاحب دسود، سلم په باب چوپه خوله وو، نه یی د سرک ا وشفا خا نی جوړول له حکومت و غوښتل او نه یی هم د مکتب جوړولو اوماشومانو دلوبو، دروزنی اوزده کړی غم درلود. مولوی صاحب به هره ورځ له پینځه وخته لمانځه وروسته دجنت د حورو، غلمانو او دشاتو اوشدو د ویالو خبری کولی او خلک به یی ددوزخ له سرو لمبو، مارانواو لړمانو نه ډارول او همدا به ویل" جومات ته راشی، عبادت وکړی، نذر ورکړی، ذکات ورکړی، خیرات ورکړی" د مولوی صاحب په خوله کی د «واخله » خبره هیڅ نه وه. ښایی په کتابونو کی یی تر سترګو شوی نه وه. په یاد می نه دی  چه چا، یو وخت ویلی وو چه « که زه پیغامبر وای، نو خلکو ته به می دویری اوډار پر ځای دمینی، محبت ،خوښۍ او انسانیت تبلیغ کاوه»  خو زمونږ مولوی صاحب هره ورځ  زمونږ په ویرولو اوژړولو بوخت وو. هغه زمونږ د خوښۍ او زمونږ دکلی دځوانانو دبنډار لوی دښمن وو او تل به یی زمونږ مشران را پارول. دمو لوی صاحب د مخالفت سره سره زمونږ دکلی ددکان بنډار ګرم وو. مازدیګری بنډاربه هله رنګینه اوډیر ګرم شو چی رنجیت سنګ به د سری کوزی سره چی داندور «کلال» ورته فرمایشی جوړه کړی وه او الماس ماما به بیا دچلم او میرعطا ماما به درباب سره راغلل اومدیر صاحب به نکلی او آرمونیه یی ګلاسونه له ځانه سره راوړل. او د رنجیت سنګ له سری کوزی نه به «بنګاو» په ګیلاسو نوکی واچول شول او په سربه مو واړول. چا به چه دسری کوزی دبنګاو سره نه لګیده، نو دالماس ماما خوا به یی ونیوله ترڅوپه چلم سترکی تکی سری کړی. زمونږ دکلی ملا صاحب به هره ورځ زمونږ پلرونو ته شکایت کاوه چه دا زلمیان جومات ته نه راځی او بی لاری شویدی. دهر چا کور کی به دملا صاحب له لاسه جنجال جوړوه.  دملا صاحب له لاسه ټول پوزی ته را غلی وو. ارسلاح خان چی دملا په لمسون دمور دلاسه دلمانځه دنه کولو په خاطر جانانه وهل خوړلی وو، پریکړه یی وکړه چی د ملا صاحب له شرنه به څنګه ځان بی غمه کړی. او دهغه پر ځای یو بل ملا چه نوم یی ملا تور وه  او مونږ به ورته په ټوکو اکوملاتور ویل راولی. لنډه داچی ارسلاح خان زمونږد کلی ملک ماما چه یو جریب ځمکه یی لا پخوا ځوانانوته دسپورت د پاره ورکړی وه د ملا پر ضد یی ولمساوه او ورته ویی ویل چه « ملک صاحب دا ملا جرنیل ډیر خراب سړی دی او ستا غیبت کوی او تا ښه نه بولی»  ملا بیا د ملک ماما له ملاتړ نه بی برخی شو او ارسلاح خان په ملا پسی را واخیسته. د جومات په ممبر کی یی د چرګ مات شوی هډوکی ښخ کړل اوتیری څوکی یی دملا صاحب تندی ته عیاری کړی وی. ملا صاحب سهار وختی راغی آذان یی وکړ، کلیوال هم راغلل لمونځ شروع شو او ارسلاح خان یی بیا ننداره کوله. رکوع تر سره شوه مولوی چی کله دسجدی په لور لاړ دالله اګبر په ځای یی آخ له خولی ووت او وینی یی په تندی را ماتی شوی. لمونځ ورنه پاتی او رد بد په عاملینو وویل شول. چا به یو او چا به بل ګنهکار ګاڼه او ارسلاح خان داسی ولاړ وه چه تا به ویل هیڅ یی نه دی کړی. دملا پر تندی یی بنداژ کیښود . ملا پوه شو چه د خپلی بدی ژبی له امله دا کار پری شوی ، اودلته یی نوری مسلی نه چلیږی. هغه وو چی زمونږ له کلی لری خپل کلی ته لاړ بیرته را نغی او په ځای یی ملاتور چه دځوانانو په ژبه پوهیده راغی نور چا دپلار محنت ونه لید. ورو ، ورو ملا تور او قاری ما ما هم په څښلو اودود کولو روږدی شول او د بنډار ونډ وګرځیدل. میرعطا ماما به خپل رباب غږاوه او خوندوری سندری به یی ویلی او الماس ما ما به ویل ونیسه یوه خوله نصوار خو راکړه. ټنګ او ټکور به دجمعی په شپه دملک ماما په حجره کی وه. اوس نه دنصرت دکان شته اونه هغه مازدیګری بنډار. نه رنجیت شته او نه هغه سره کوزه  او د بنګاو ګیلاسونه. نه هفه چلم شته اونه هغه الماس خان ، نه هغه حجره شته او نه هم درباب غږ . میرعطا ماما خو پخوا وژل شوی. قاری ماما په حق رسیدلی. مدیر صاحب هم نشته کابل ته کډه شوی اونه هم هغه ډګروال صاحب شته هغه هم په حق رسیدلی. ملا تور اوس ملایی نه کوی هغه اوس خیاط دی کالی ګنډی خو سترګی یی همیشه سری دی. اوس د لمر لویدو ننداری ته څوګ خپلو بامونو ته نه خیژی . جګړی ټوله سیمه په وینو سره کړی هری خواته چه ګوری سورغروب دی. هر کور کی سری وینی تویی شوی. زمونږ دکلی دکاندار نصرت هم مړشوی اوس هلته نه بل دکان شته اونه هم بل نصرت او نه هم دزلمو ډلی، کلی وران دی خو نا امیده نه دی په دی تمه دوی ژوند کوی چه بیا به کوچنی دکان جوړ شی، بل رنجیت به دډکی کوزی سره راشی او یو بل الماس خان به په دی کلی کی پیداشی او دبنډار ځای ته به چلم راوړی او دمیرعطا ماما په څیره کی به یوبل څوګ رباب وغږوی.خو ګمان می نشی هغه دکلی ملک په شان بل ملک پیداشی او ځوانانو ته دلوبو دپاره زراعتی ځمکه ورکړی اوپه حجره کی ټنګ ټکور غږ د ځوانانو ترغوږو شی.