هره ورځ خاورو ته سپارو آرزوگانې
هره ورځ شگو کې شيندو سره گلونه
څومره اوږد شو دا کاروان د شهيدانو
څنگه نــه رسي منزل تـــه ارمانـونه .
***
کاشکې يو وای،کاشکې دوه وای،کاشکې لس وای
دا زموږ د شهيدانــو حساب نشته
هره ورځ ميندې بوريږي ، ځوانۍ سوزي
خو لاهــم دښمن ته خــــوله د ځواب نشته .
***
چې په سره مخ د ژوندون له کرښې تېر شول
د تاريخ غېږې ته لاړل ، ابدي شول
سره گلونه يې د لمر په پښو کې توی کړل
د وطن په معرکــه کې قرباني شول .
***
قافله د شهيدانو شوه روانه
د سرو وينو رنگ يې ورکړ پسرلي ته
د غوټيو نفس بوی د وينو خپور کړ
راشه وگوره بهاره قرباني ته .

( صدیق کاوون )

 

 

بامداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۵/ ۱۷ـ ۲۳۰۴