میـړنۍ تـر میـړنــو کـمی نه دی

دشهیدی شیرین جانی په یاد

 

د زبیر شیرزاد لیکنه

زمونږ دګران هیواد افغانستان تاریخ د دی خاوری او ملی نوامیسو دساتلو لپاره زمونږ دزړورو خلکو که نر دی اوکه ښځی دنه ستړی کیدونکو مبارزو، هڅو اوهاند ځلانده تاریخ دی. دلته دغلیم اویرغلګرو په وړاندی نه یوازی نارینه وو بلکه ښځو هم غزا کړی او د شهادت جامونه یی پورته کړی. دلته نر اوښځو یو ځای او اوږه پر اوږه د آزادی، خپلواکی، ترقی، ټولنیز عدالت او دیوی سوکاله او بسیا ټولنی دجوړیدو لپاره مبارزه کړی. په دی لیکنه کی زه دهغو ټولو غازیانو او ملی اتلانو، ویاړلو میرمنو لکه رابعه بلخی، ملالی، نازو انا، مخفی بدخشی، سلطان راضیه، عایشه درانۍ او ډیرو نورو غیرتمنو ښځو کارنامی نه را اخلم چی له نن نه ډیرپخوا یی زموږ په ملی تاریخ کی غوره ځای نیولی دی.                                       
دا د دریو لسیزو وړاندی  دیوی افغانی زړَوری میر منی او دوهغه وخت د خلک دموکراتیک ګوند دیوی مبارزی غړی اروا ښادی شرین جانی له ویاړه نه دډک تلین یاد دی. مونږ باید خپل اتلان هیر نکړو. داځکه چی ټول ملتونه په خپل تاریخ ویاړی او ویاړلی اولسونه بیا هغه دی چی خپل تاریخی اوملی ارزښتونه، دود او د خپلو اتلانو یاد ژوندی ساتی او درناوی یی کوی.                 
 سړی جګړی لکه څنګه چی یی نړی په دوو متضادو قطبونه سره جلا کړه، زمونږ تولنه یی هم وویشله. د لته هم د انسانی، هوسا او بسیا ټولنی د جوړیدو لپاره غږ پورته شو. زمونږ زړَورو خویندو او میندو چی د منځنیو پیړیو په شان یی زور زیاتی او ظلمونه ګاللی وو، دی مبارزی ته ور ودانګل. اروا ښاده شرین جانه یوه له دغو غیرتی اودرنو ښځو نه وه. هو، دا میړنۍ خور او مور شیرین جان نومیده. دا دکابل په زړه او لویو ښارو کی نه ، بلکه د کا بل نه ډیر لری دلوګرلام په خـټین کلی کی چیرته چه کلیوالی  دود اوکلتورمزبوط وه ، یو خوا یی دبلور لویه ویاله او بلی خواته یی  دعلینګار او علیشنګ د لوی سیند څپی له ورایه ښکاریدی، په یوه غریبه  او مظلومه کورنی کی زیږیدلی وه. مکتب یی ونه ولوست دا ځکه چی هلته مکتب نه وه. هغه کارګره نه شوه دا ځکه چی هلته کارخانی نه وی جوړی شوی.  ملا هم نشوه ځکه چی هلته مدرسه نه وه . هلته یوازی  دکلی جومات وو. شرین جانه د کلی دنورو نجونو سره جومات ته ولاړه اوقرآن پاک یی زده کړ. خپل پنځه وخته لمنځونه یی کول، هم یی ځان ته اوهم یی  مور او پلار اود هر څه وړاندی دخپل ځان په شان مظلوم او بی وزلی ولس ته دښه ژوند دوا ( دعا) کوله.  شرین جانه د نورو بی وزلوپه شان په خوارۍ او غریبۍ کی لویه شوه. کله چی پیغله شوه  نو دیو روڼ اندی او پر وطن مین مبارز ارواښاد شریف جان سره یی واده وکړ، د پنځو ماشوما نو مور شوه چی دری یی لوڼی او دوه یی بیا زامن وه.  شرین جانی  او شریف جان  د بی وزلی سره سره د خوښی نه ډک ژوند در لود. دوی یو پر بل مینان وو. په نیمه او وچه ډوډی یی تل قناعت کاوه  او غوښتل یی چی د خوږ عمر تر پایه ګډ ژوند وکړی، غم او خوښی سره وویشی، خو " تقدیر"  بل څه وکړل. دشرین جانی میړه او دژوند شریک یی چی هغه هم د خلک دموکرتیک ګوند غړی وو دعدالت او انصاف غوښتنی په لارکی شهید شو. شرین جانه کونډه شوه د خپل ژوند د ملګری مرګ ډیره خواشینی او په غوسه کړه او فولادین هوډ یی وکړ چی دخپل میړه لاره خپله کړی. دمبارزی ډګر ته یی را ودانګل او قربانی ته یی ځان چمتو کړه ، دځان او کلی نه ددفاع په خاطر یی  وسلی ته لاس واچاوه ، په پټه توګه یی  دوسلی کارول زده کړل او هره ورځ دیوی ملی مبارزی په څیر ځلیده او نور مظلومان یی هم خپل کلی اوکور نه ددفاع تر شعارلاندی را ټولول. سره له دی چی شیرین جانه دقوی هیکل خاونده نه وه خو  دوطن اوآزادی سره مینی  شرین جانه دیوه قوی عظم څیښتنه کړه،  په خپل کلی کی یی  یوه کلیوالی وسله واله ډلګی جوړه کړه. له هغو ښځو نه چی خپل میړونه یی د وطن په لار کی شهیدان شوی وو ، همیشه پا لنه کوله. شرین جانی دهغو کونډو خیال هم ساته دکومو میړونه چی  ددولت سره په جګړه کی مړه شوی وو.  شرین جانی هغوی ته تل دا ویل چه که ستاسو خاوندانو غلطه کړی تاسو باید غلط نه کړی اوپه رښتیا او وطن دوستی پوه شی.  تاسو هم دلته اوسی ددی کلی ساتل په تاسو هم فرض دی، راځی چه سره په ګډه ددی کلی او ولس نه ملاتړ وکړو اوپری نږدو چی څو پنجابی ملایان  او وطنی مزدوران زمونږ دا کلی او دا وطن وران او ویجاړ کړی. ددی په خبرو کی دومره قوت او تاثیر وه چه دورځی په تیریدو اودکم سواد په لرلو سره یی بیا هم په یوی لویی مبلغی بدله شوه. ، پنجابی نوکرانو  دشرین جانی کړنی و نشوی زغملی، په شپو ، شپو یی ورسره جګړه وکړه. کلونه تیرشو دلباس په تغیر به له یو ځایه بل ځای ته تله او دشپی له خوا به خپل سنګر ګی د یوی  زمرۍ په شان حاضریده او جنګیده. هغه کال کی سخت ژمی وه چه د یخنی له امله شیرین جان سخته  رنځوره شوه او توری ټوخلی ونیوله، مرض یی دوامدارشو په میاشتو، میاشتو ناروغه پاته شوه. تر کابله هم لاړه خو جوړه نه شو. نه یونانی دارو او نه هم تابلیتونو پری تاثیر و کړ، سپرلی وه، اوړی شو اود منی موسم هم ورباندی تیرشو، خو دا به تل ټوخید له ، چا به دیو مرض نوم پری کیښوده او چا به بیا دبل مرض نوم ، خو کله چه بیا د ژمی موسم راغی په داسی حال کی چه ټوله شپه یی جګړه کړی وه او ډیره خسته او خوبولی هم ښکاریده خو هیڅوخت اوهیچاته  یی شکایت ونه کړ. داشپه ګنی د شرین جانی د رغیدو شپه وه. مازدیکر چه شو ټولو میرمنو ته یی وویل تاسی پو هیږی دجګړی نه وروسته تبه نلرم او ټوخی می هم ورک شو زه نه پوهیږم چه دا ولی ؟ په دوا جوړه نشوم خو بیګانی جګړی روغه کړم . ټول ورته حیران پاته شول. دا نوره هیڅکله ناروغه نه شو او خپل تبلیغی کار لمن یی په ډیره او پراخه حوصله او قوی اراده یوازی دښځو په منځ کی نه، بلکه نارینه وو ته هم وغزوله . بل ژمی هم تیرشو، سپرلی شو سره ګلان وغوړیده ټوله ځمکه شنه شوه اوبیا داوړی موسم راغی او دسرطان میاشت وه چی له بده مرغه یی زوم ( دلور میړه) ملګری سیداجان چه یو کړیدلی او مظلوم ګوندی وه  او دخپل ژوند ۲۲ کاله یی لا نه وه پوره کړی، په یو مخامخ جګړه کی چی د خپل ژوند تر وروستۍ شیبی د زمری په شان وجنګیده او په خپل مرګ یی دښمنان شاتګ ته اړکړل، شهید شو.  دزوم شهادت  دشرین جانی هوډ او عظم نورلا هم ټینګ کړ. شهید سیداجان خپل ټول ملګری وژړول. دی تر تورو خاورو لاندی شو خو دده خاطری تر اوسه لا هم ژوندی او تلپاتی هم دی.، د شهید سیداجان له مرګه پوره دوه میاشتی وروسته، میرمنی ته یی خدای زوی ورکړ چی شهید سید جان یی د لیدو او روزنی آرمان در لود خو نا ولو لاسونو دهفه خوب رښتیا نه کړ. دسیداجان غیرتی میرمنی دیو نارینه په شان کار ته شروع وکړه، خپل زوی یی مکتب کی شامل کړ، لیسه یی پری ولوستله، په کانکور امتحان کی دکابل طب پوهنځی ته کامیاب شو. د طب په فاکوته کی یی زده کړی سرته ورسولی او اوس د کابل دښار په یوه روغتون کی دپلار په شان په صداقت په کاربوخت دی. هو، دسیدا جان شهادت په میرمن شیرین جانی هم ډیر بد تاثیر وکړ او ډیره یی غمجنه کړه . دسیداجان دشهادت په دوهمه میاشت هلته لری په پاکستان کی ددی دوژلو حکم صادر شو او دمعراج په نوم وحشی صفته انسان ددی غیرتی ښځی دشهادت دنده په غاړه واخیسته. معراج هره شپه له لری ډزی کولی او میړنی شیرین جان هم په مقابل کی خپل همت ورته ښوده. معراج ددی مرمی شمیرلی. شیرین جانه ډیر وخت ولسوالی ته نه وه تللی. مر می یی کمی وی چه معراج یو اوږد جنګ له هری خوا شروع کړ خو شرین جانی له جنګ نه لاس په سر نشوه. ټوله شپه یی جګړه وکړه. شپه سهار شوه، دی غوښتل چه ولسوالی ته لاړه شی او نوری مرمی راوړی خو خبره نه وه چه معراج ورته کمین نیولی دی. شرین جانه په تش لاس دمعراج په لومه کی ولویده، هلته لری دسیند غاړی ته یی، چیری چه دعلینګار او علیشنګ سیندونه یو شوی دی، بوتله او په ډیره بی رحمی یی شهیده کړه. معراج انسانی کرامت هیر او تر پښو لانده کړ او شیرین جانه یی په داسی حال کی چی په سرو وینو کی ډوبه وه سیند ته لاهو کړه چی دسیند څپی یی تکی سری او مستی کړی. سیند وشرمید خو معراج او دهغه ډارنه او مزدوری ډلی حیا  اوغیرت نه درلود.  داتلی شرین جانی جسد پیدا نشو دسیند څپی ورته کفن شوی او ددی  دجسدعفت اوعزت یی وساته چی څوګ یی بی حجابه ونه وینی. سیند دشرین جانی همت ته په خپلو مستو څپو درناوی وکړ، ټوله سیمه ولټول شوه خو د شهیدی شیرین جانی مړی پیدا نشو. د شرین له مرګ نه وروسته ډیر ژر وحشی معراج او دشیرین جانی نور قاتلین په خپل منځی اختلافونو کی ګیر او ټول مړه شول. دهغوی په مړینه د کلی د اوسیدونکو زړونه یخ او خوشعاله شول. د شیرین جان له مرګه پوره۳۲ کله تیر شوی خو دکلی خلک دا نشی منلی چه ګنی هغه مړه شویده. دهغه سیمی اوسیدونکی تر اوسه دشیرجانی را تلو ته انتظارباسی او سترګی په لاردی. دوی فکر کوی چه شیرین جان ولسوالی ته تللی دمرمیو حساب، کتاب ورکوی. افسوس چه زړوره مور شیرین جان بیرته نه راځی خو دهغی خاطری دولس په زړونو کی لا ژوندی دی. له همغی ورځی دهر چا په کور کی چه لور پیدا شوی نوم یی پری شیرین جان ایښودلی. شیرین جان په ویاړلی مرګ شهیده شوه او اوس په حماسی بدله شوی.دشهید سیداجان زوی او دشهیدی شیرجانی لمسی اوس دهغو دهیلو دپوره کولو دپاره دهغه کلی داوسیدونکی په رایګانه توګه هم وقایه اوهم تداوی کوی دغه ځوان داکتر په دی له ویاړه ډک کار د خپل شهید پلار سیداجان او شهیدی انا شیرین جانی روح خوښ ساتی پرون که هغو کلیوالو په پلاراو نیا یی خو نن یی بیا په ځوی او مور یی افتخار کوی او دمور تربیه او روزنه یی دقدر وړګڼی .

دشهیدی او زړوری شرین جان روح د ی تل ښاد او یاد دی تلپاتی وی!                                                           .