قاتـــلانــو
نن مو بیا هیواد کی غـم دی
غم لا څه کړی چی ماتم دی
رب مـو ورک کړه قــاتلانــو
ستاسو شتون د نړی شرم دی
خلک انسان سره کړی مینـه
ستاســـو مینه هــم په بـم دی
که مو کړو ته څوک په ځیرشی
هــر قــدم کی مــو تــور تـم دی
چی په کړو یی نور خوریږی
دا انســان نـــدی لـــړم دی
سړیتوب زده کړی خونخوارو
نــوم مـــو بـد په ټـول عالم دی
( نثاراحمد بهین )
بامداد ـ فرهنگی ـ ۱ /۱۶ ـ ۲۹۰۱