شیخــه درواغجنــه
سوز یمه اخستی د سازونــو راته مــه وایـه
پرې مې ږده یوازې ، د بزمونو راته مه وایه
زه د عمر تږی وم ، تا تش سراب ته بوتلمه
یه ساقي دروغجنه ، د جامونو راته مه وایه
څو به مې د زړه پر دښته لونې د لمبو تخـم
ټول ایري ايري یم ، د اورونو راته مه وایه
ما خو لدې باغه بس یوازې اغزي واوښتل
غلی شـــه ملیاره ، د ګلونــو راته مـه وایه
راغلم له کوم ځایه، اوپه کوم لوري روان یمه ؟
نور د نامــالــومــو منــزلــونــو راته مــه وایه
نه په شنو کې شنه شته ، نه په سپینو کې سپین پاتې دي
رنګ په رنګ بـدلیــږي ، د رنګونـو راتـه مـه وایه
دلتـــه د دار رویو د دستــار ســرونه وخوړل
بس دی ، د سولیو ، د دارونو راته مـه وایه
بیا د کوم منصور مغرورې غاړې ته رسۍ اوبې
شیخـه ، نور د ږيرې د وزغـونـو راته مـه وایه .
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی ـ ۲ /۱۵ ـ ۲۰۱۲