د وطـن میـنـه
بې له تا به ژوندون کـــله زما آسان وي
لکه مات چې مې ورز پر ستر توفان وي
د ښکاري په سرو منګولو کې را ګير یم
لکه ویشتي غشي نېغ په زړه جانان وي
بې لـه تا بــه سخت سفر یـــوازې درومم
لکه شپه کې چې سپوږمۍ تنها روان وي
زما پر زړه ستا د یادونو څلي جوړ دي
فکر او انــد تل ستا څيرې ګریــوان وي
تل په سترګو مې رڼې اوښکې جــاري شي
چې پر تا وینم را تاو پړانګ او لېوان وي
ډکې اوښکې مې له غبرګ سترګو توی شي
چې واکمن پر کلي ښار مې تور دېـوان وي
زه له دې لرې ملکـــو دې تل څــارمه
ګنې بیا یو ورځ به جوړ دا ګلستان وي
پام و نه کړې چــې زه بـه ستـا لــه عشقه تیر یم
ستا فراق کې مې ژوند تل خــوار او پریشان وي
پښې مې سستې وس د تلــو پــه مـا کې نشـتـه
یا نړۍ په مخه کړې زلزلې او لوی توفان وي
بې له تا چې پر هر ځای یم خوار فقیر یم
لکه ژوند چې د انسان په تــور زنـدان وي
پروت پنجره کې د سرو زرو زار بلبل یم
چــې ارمــان يې آلــوته پر شنه چمــن وي
که هر څو له تانه لــــرې زړه مــې ستا دی
روح مې ډک ټول ستا له مينې او ایمان وي
ته ټول مينه ټول عــزت او شرافت يې
پرتا ویاړم بې له تا که مې ګزاران وي
زه هيڅکله به تا هیر نه کـړم وطـنه
تل نابـود دې رنګـارنګه دښمنان وي
( عبدالملک پرهیز )
بامداد ـ فرهنگی ـ ۶ /۱۵ ـ ۰۵۱۲