د رحمان بابا شعری سمندرسیاسی څپې


نجم الرحمن مواج


په ۱۰۴۲هجری قمری کال دعبدالستارپه کورکې دپښتونستان د پېښورپه سیمه بهادرکلی کې یوماشوم وزیږید چی عبدالرحمن ونومول شو.
د خپل وخت د یو نامتوشاعر،صوفی اوعارف په توګه وپیژندل شو.دا د پښتوادب نه هیریدونکی پیاوړئ شخصیت په ۱۱۴۲هجری قمری کال له فانی نړۍ سترګې پټې کړي اما د خپل پتمن اوادبی فرهنګی رسالتوال ژوندکې یې ځان ته ترفزیکی تګ اود ژند له پولې اوښتلونه را وروسته دومره پوخ او پاتي شوني کارکړئ وو چې مړینه هډو دهغه دهیرولو توان نه لري.
د خپلوفرهنګی نه ستړۍ کیدونکی هلوځلو قلمی، ښومیراثونو له برکته دلمراوځمکې له ژوند سره سم پایی او،ورځ ترورځی قلموال اوفرهنګپال مینه وال یې د خاطرو درناوی له امله د دې، منلي شخصیت دمینه والو زړونوته د نویو ولولو راپارولو په سپېڅلې مینه نوي لارې خپلوي او دا،اغیزمن ګام لاغزونه مومي.
د دې ورځنی لاغزونې یو اغیزمن لامل زما په اند دا دئ چی د خپلی زمانی ستراونامتو صوفی اوعارف پوهاند رحمان بابا (رح ) یوازی صوفی اوعارف نه بلکې د،یو تدبیروال ټولنپوه اود سیاسي روانو حالاتو سترهمتوال جاج اخیستونکی مشرپه توګه یې خپل لوړخیال او ژورفکرد پدیدو تل ژورې پیژندنی اوسخاوتمندانه خورلوته کارولای دئ.
زموږد معاصرپښتو ادب دوه تلپاتی مشران اوستوري د رحمان بابا (رح) په اړه داسې کښلي دي.
د ارواښاد پوهاندصدیق الله رشتین یادونه:
« د رحمان بابا د پښتو شعراوادب هغه ځلانده ستوری دئ چې د لېرې اوبرې پښتونخوا په آسمان کې یو شان ځلیږي. د ده خوږنوم یا د ده د لوړي شاعر احترام د ده  د روحانی اوملکوتي غږد ټولوپښتنوپه زړونو کې یورنګ موجوددئ.
د رحمان بابا کلام رنګین،عام فهمه،سلیس، روان اونازک خیاله دئ.د ده په کلام کې هرډول شعرونه موجود دي او دهرچا په ذوق برابرمطالب لري. د ده په شعرونوکې دیني،علمی، ادبی،اخلاقی، اوټولنیزمسایل،بشری، بشري مناسبات، انسانی صفتونه لکه: لوړاخلاص، رښتیا، رښتیا او صداقت، عدالت،علماو پوهه،ت قوا، اوعبادت، صبراو زغم، قناعت،نیکی، ښېګڼې، متانت، سخاوت، زحمت، او ریاضت، عزت، مېړانه اولوړهمت، ننګ اوغیرت،ځان غوښتنه اوتنګ نظري، کبراوغرور، کینه، غیبت ،حسادت اوکرکه، اتحاد او اتفاق، ورورولی، آزادي، او خپلواکي، ظلم اوستم او داسې نور خصایل ، په ډېرانساني اواسلامي فکرونونو،تصوراتو اوخیالونو کې په ډیره خوندوره اوساده ژبه اوپه ساده ژبه اوپه ډیرعالی مفاهیمو اومعناګانو کې بیان شوي ډي.»
د ارواښاد استاد الفت یادښت:
« د خیبراوتیرا، له غرونوهغه خوا د پېښورپه بهادرکلی کې یو پښتون فقیراوسیده چی خبرې یې شعراوشعریې حکمت و. رحمان بابا هَغه څوک و چې دغفلت له خوبه دبلبلو په آواز راویښ شو او د زړه مراقبه یې د ګلوله غونچو اوغوټیوزده کړه. په زړه کې یې د پاک خدای د مقدس عشق لمبې بلې دي او له ژبې یې سوزان شعرونه راوتل....»
له انسان سره د نه شلیدونکی مینی او د خپلو ټولنیز و سیاسی حالاتوته په مسولانه کتلوسره، د تصوفی اوعرفانی پخی جاذبی اومشرتوب سره سره، له خپلی ټولنې پردئ پاتی نشو او د سیاست او ټولنیز ژوند سره یې د یوه پوخ ټولنپیژاند عالم په توګه ځیرنه درلوده او د شعر په وسله یې نښه ډیره پرځای ویشتله.څنګه چی وایي:


هیڅ مې نه زده نه پوهیږم داڅه پېرشه
چې دلدارمې داغیارپه شکل څېرشه


رښتیاهم چې په سیاسی ژوند کې کله ناکله کورني او بهرنِی فکتورونه سره په ټکرکې شی. د نورو ګڼولاملونو ترڅنګه ځانمني یوغټ او پارونکئ لامل دئ چی پرپخوانیو ژمنو توره خاوره  اړوی او یو، له بله سره بیلوي اود یوي سیاسی ګډې موخی ملګری دوستان او، وروڼه، چې کلونه، کلونه یې د یوې ګډې کړنلارې پرمخ بیولو لپاره د ګډو پرله پسې مبارزو او جهادپه مینه یې دګډ  زندان په ګډه خونه اوسلول کې وهل اوځورول شوي، نه یوازی دا چې سره بیلوي بلکې وسله والی مخامخ جګړې ته هڅوی.
یا دا چی له زمانی نه دګیلې په توګه د روند اوبابا شاعر د خپل وخت ناځوانو شرایط  داسې انځوروي:


زمانه می د رقیب له لاسه  وژني
چی مې سپی ګاڼه هغه راباندې شیرشه


د شعردا بیت په اوسنی روانو حالاتو کې په کره توګه نه یوازی زموږپه هیوادکې،چې په تېروڅلورولسیزو کې زموږ ځینی ګاونډي هیوادونه له څه ستونزوسره مخ کړو،اودا هیوادونه په تیروپنځوسوکلونوکې زموږ د هیواد په پرتله کومه اقتصادی اوسیاسی بڼه لرل، بلکی د نړۍ په روانو سیاسی کړو، وړوکې په زغرده  د یوې ورځنی سیاسی چلند په توګه لیدلای شو. که دهمدې سیاسی بیت منځپانګی ته وردننه شوسیاستوال دي ته هڅوي چی د دې غمیزی یعنی دا چی ډیرضعیف غلیم غښتلی کیدل اصلی لامل وپیژندل شي اود تیر برم بیاموندلو ته مټې را ونغاړي.
همدا راز د وخت سیاسی ناتارنه دغوره غزل په یوه برخه کې په رسا ژبه داسی غږباسی:


خدای د یارله هجره هیڅوک خبرمه کړه
تاخت وقتل و دا خبردرې واړه یودئ
په سبــب د ظالمـــــانوحـــاکمانو
کور وګوراو پېښوردرې واړه یودي
وردې نه شي په پردۍ زمکه هیڅوک
کور و کر و مبصردرې واړه یودي
چې دې نه په کې یو یارنه دې آشنا وي
هغه ښارو بحر و بر درې واړ یو دي

په رښتیاهم کله چې په یوه ټولنه کې د ظلم څپه په یو ډول نه یو ډول خوره شي له ژونده خوند د جګړې په سیند کې لاهوکېږي، د کوراوکلی ماحول په زندان اوپایله کې په ګور، اوړي. دا چی ویل شوي دي چی شعرد زړه آواز دئ او د ورځنی ژوندانه انځورونکئ، نو،حساس شاعرنشي کولای چې د خپلی سیمی او اوسیدونکیوله غم او زغم سره ځان شریک و نه بولی او له هغوی سره خواخوږئ نه وي. شاعراو بیاپه تیره بابا شاعر په څواړخیزه توګه د هماغه وخت تاریخی جبرغندی او په ښکلی شعری انداز له ناخوالو نه شعری عکاسی شوې تابلو د پېړیوپه پوړیوکې د حق اوعدالت سیاسی مینه والوته دا سې تاریخي یادګارپریږدي چی هم پخپله د شاعرژورلید اود انسانی انگیرتومنه اوهم د هماغې دورې رښتینې څیره په کې ښه وځلېږي اولوستونکیوته دتلپاتی اوغوره پیام لمریزه  وړانګه وي. دهر ډول قومی تعصب پرضد ناره یې داده:

زه عاشق یم سروکارمي دئ له عشقه
نه خلیل نه د اوودزئ یم نه مومند


او یا دا چې:


ترخی اوښکې د عاشق آب و نمک دي
خدای دې نه کا څوک بی آب وبی نمکه


ریښتنی عاشق د خپل همنوع یعنی انسان سره د هغه له انسانی غوښتنې اوحقپالنی سره ریښتونی مینه څرګندوي په بریا، یې خوښیږی اود ستونزوهوارولو لپاره یې تروسه زیارباسی او د ورورګلویزی مینې پرمټ یې د ګڼوستونزو، ګرداوله کومې د ژغورنې ساحل څنډې ته راکاږي او خوندي کوي.
قومی تعصب په کلکه غندي او ورنه کرکه لري او د انسانی ټولنې خیرښېګڼه په دې کي ویني چی د همغږئ کلکې ارادې مزئ لامرغلین کړي.

دلته داسې نغوته لري:


حق باطل کا باطل حق کا
په سبب د روی ریا
ګوش اوهوش یې هرګزنه وي
د مظلومو په ژړا


سیاسی تنګ نظری په کلکه غندی اوهرڅه دڅوتنو شا وخوا، سیاسی لاس پوڅو، لږ کي، انډیوالانو ته منحصرکول د ډیر یوپررواحقونو څرګندتیرۍ بولی، چې د بی باوریو لمن غځوی او د ژورکړکیچ لامل ګرځي. دعدالت په برخه کې:


که بلنده مرتبه د چا په کاروی
لوی مقام دئ عدالت په دا دنیا



عدالت د اسلام سپیڅلي دین ارشاداتو،اوهمداشان دپرمختللیو هیوادونو اومدنی ټولنو بنسټیزه غوښتنه ده چی په همدي وسیله انسانی ټولنه د پرمختګونو لوړوپوړیوته لار باسي اود وروګلویزې مینې له برکته ګام په ګام  د نویو پرمختګونو حیرانوونکیو پړاوونوته رسیږي.
همداشان د دښمن لنډ مهاله دوستي ته د اسې ګوت څنډنه لري:


چې دښمن یې وي له دوسته اړولې
د هغو احتیاط  بویه له کومکه



دا هم یو سیاسی ژورلید، نصیحت دئ چې د دښمن په پستو خبرو دولتی واکداران تیرنه وځي اوخپل ملی دریځ ترهرڅه غوره وګڼيږ او که داسي نه وي  بیا به پښیماني کومه ګته ولري او تاریخي ماتی له نه هیریدونکیو پیغورونوسره نو یو پښتونو ته پا تې شي. د لته عمل اوعکس العمل ته داسې فلسفی ژوره نغوته لري:



که ته نکړي په بل چاباندې غرض
بل به نه کاندي په ت اباندې غرض
***
له اغیارسره خندا څه په کارنه ده
له اغیارسره سودا څه په کارنه ده
سل یاری د یوه یارد پاره کړۍ شي
آشنایی دهرآشنا څه په کار نه ده
***
کله چی د اغیارټول کړه وړه د بشپړي رسوایی ترپولې رسیږي اوشاوخوا ټول حقیقتپال ذهنیت پرې شهادت ورکوي بیانوهغه پېژندل غلیم ته چي په راز،راز چمونو د خپلی تورې موخی لپاره هرې خواته لاس غځوي ددوستی لاس ورکول څه چې آن په ورین تندي کتل هم غندي.دا د سیاسی پوهی هغه اړخ دﺉ چې د شعری کلام  سیاسی جوهرجوړوي.
سوله اوفتنه وال ژوند دا سې پرتله کوي:

زهرښه دئ که په صلح او صلاح وي
نه شکرې په فتنه او په غوغا
چې دوروراوعزیززړه پرې آزارشي
حاصل مه شه هغه خپله مدعا


یا دا چې:


بزرګی په دلجویی کې ده دخلکو
ته چې خلک ډوبوي څنګه بزرګ یې

دلته د سیاست هغه اړخ ته جوته او روښانه لارښوونه ده چې سیاستوال او حکومتی واکوال ښايی په ډیره ځیرتیا اومسولیت په بشپړصداقت خپل سپارل شوي صلاحیت وکاروي.
د ټولنیزسم سلوک په اړه خپله لویی ا وزړه سواندي داسی بیانوی:


کوهی مه کنه دبل سړي په لارکې
چېرې ستابه دکوهی په غاړه لارشي



کوهی کنل اووژل له قابیل نه راپه دې خوا په زرګونه ډوله د پیړیو په پوړیوکې ورځ تر ورځې په ډیره بدرنګه بڼه، بڼه بدلوی او آن دا چې انسان په اوسني روانو ورځنیوحالاتو اوکړو، وړوکې، د انسانیت وجودی فلسفی سره په زغرده ټکرکې داسې کارونه کوي چی انسانی ويښ وجدان لړزیږي، ترې کرکه کوي او پرې لعنت وایي. د عزت اوحرمت ژوند ته دا سې فلسفی نغوته لري:



چې عزت حرمت یې نه وی په جهان کې
هغه هسې ژوندون وسوزه په اور
بی عزت سړئ به خوښ دهیچا نه وي
مګرهسې بی عزت وي ځینې نور



دلته عزت او حرمت،اعتباری شخصیت نه سیوا چی د څوکۍ  اوورکړشوي مقام معنا لري د اعتباروړنه  ګڼي او داسې کسانوته یوازی اویوازی په خپل تنګه او، ورته تشکیلاتی کړۍ کې د بی عزتۍ له معنا ډکه نغوته ده چې داسې ژوند په اورسېزل غوره ګڼي نه ورسره همغږي او پرې ویاړل.

 

چې داورلمبووهلئ وي بیاروغ شي
نه رغېږي دآزارلمبووهلئ


د اورلمبوته شعری نغوته دظلم اواستکبارخورول او، د همدي ناورین په اور د انسانی ټولنې مادی اومعنوی هستی بربادولو بر بنډول اوغندنه ده.دلته بیا هم د خبروپای په توګه د رحمان بابا د شعرسمندرسیاسي څپه دومره غښتلی ده چی دهمدې بیت هراوریدونکی پرته له کوم تلکفه د شعرمنځپانګې نه دخپلې پوهې په تناسب ګټه، خوند اوځوراخیستلای شي.
د رحمان بابا سترروح ته د ارادی ګېډۍ ګېډۍ ګلونه وړاندې کوم اوشعري سمندرڅپوته یې دا نساني ټولنې اوپه تېره بیا دنوي پښت ژورپام اوڅپاند، نه تمېدونکي، ګټورتکل په هیله.

 بامداد ـ فرهنگی ـ ۲ /۱۵ ـ ۳۰۱۱