« دستش به آلو نمیرسد ، میگوید آلو ترش است ! »
که کارته ځم خفه کیږی لیدی می نشی او که کارته نه ځم بیا ویده می بولی او ببولالی وایی ، تاسو دامداران پیژنی او دامداری به مو کړی وی او که نه ؟ خو زه بیا دامداران ښه پیژنم اود دامدارانو نیت هم ښه پیژنم او له نبت نه یی خبر یم ، حضرت خان دوه کاره کول هم دهقان وه او هم دشاه نور ماما په شان دامدار وه ، زه د ۱۲ ټولګی زده کونکی وم چه ددو کسو جنګ او جګړی شاهد وم ، نیک محمد سهار خپل کاراو بار په لور روان وه او دځان سره یی ټپی ویلی او حضرت خان بیا لعل شاغی کی دام زغلولی وه او دیوی پولی لاندی غلی ناست وه، د قزلاقو دراښته کیدو دعایی کوله او دده قزلاقو داسی خرابی ناری وهلی چه زه ورته حیران پاته وم هغه همیشه بګیل مړز ساته او هیڅوخت د اصل قزلاق خاوند نشو، دا دحضرت خان په ژوند کی ښه صفت نه وه خو ده بیا دخپل بګیل مړز صفت هر چاته حتی په مسجد کی هم کاوه . زه چه ددامدار خواته ورسیدم هیله یی را نه وکړه که څو دقیقی معطل شی دغه د مرغیو ډله اوس را ښکته کیږی او کله چه ښکته شو بیا لاړ شه ژبه دی په مکتب کی روه شه . ویی ویل ګوره هغه ده عزت الله هم راغی بیا یو ځای مکتب ته لاړشی او لاره کی ددرسو په هکله خبری وکړی . اولاره به مو هم لنډه شی، ما یی خبره ومنله ، خونیک محمد بیا خبر نه وه چه حضرت خان بیا د غرمی دشوروا بند او بس کړی ، چه زما ورباندی فکر شو او حضرت خان می متوجه کړ حضرت خان هر څومره چه نیک محمد ته غږ کړ بی پروا روان وه چه په همدی لحظه کی د قزلاقو قطاررا غی خوښکته نه شوی مرغی په دام کی ونه نښتلی او د دغو دواړو ډیر بد جنګ شو مرغی د شاه نور ماما چه د ښه قرلاقو خاوند وه په طرف لاړی ،ښکته شوی او دام کی و نښتی، نیک محمد ورته وویل که جګ ځم بیا وایی جګ مه زه چه مر غی تښتی او که ټیټ ځم بیا وایی چه دامونه شکوی تا سو دامداران عجیبه خلک د خدای یاستی. که کار ته لاړ نشم بیا وایی تنبل دی غوایی لری پټی شته او کار نه کوی ،اوکه کار ته ځم بیا وایی جګ جګ مه زه ، ما او عزت الله ددوی جګړی ته دسولی لاروموندله ما ورته وویل پریږده چه جګ لاړ شی ته خو له اذله ټیټ قدی یی او د قزلاق غږ دی هم خراب دی، عجیبه خو داده که کار کوو هم رد اوبد او که کار پسی نه ګر ځو هم رد او بد. نور خو څه نه وایم دا متل په ځای دی چه په دری ژبه یی ویلی دستش به آلو نمیرسد، میگوید آلو ترش است، زما په نظر پریږدی درسا قد خاوندان الو را تول کړی او دټیټ قد خلک له اوږد قدو شکایت ونه کړی، هغوی ته لازمه ده زینه ځانته پیدا کړی او دوی هم الو او شفتالو را ټول کړی اوږد قدی نه خفه کیږی. که زینه نه شی پیدا کولی ښه به دا وی چه اوږد قدو ته دی وخت ورکړی چه الو له ونو وشکوی او دوی دی بیا ټوکریو کی ځای په ځای کړی دا به ښه وی نه دا چه اوږد قدی هم له کاره منع کړی. بیا به الو له ونو خپله را ولویږی او یا به طوفان راشی الو به له خوراکه ووزی بیا به الو، الو وایی الو به نه وی منی به راشی پاڼی به هم ورژیږی بیا به باغوان خفه شی.
ش