دا په تا څه و شول کابله ...؟
دا په تا څه و شول کابله ، د ننګونو ښاره
د زمانې زخمي اتله ، د رزمونو ښاره
بيا دې لمن له رژېدلو ارمانو ډکه ده
زما د تنکيو هيلو باغه ، د ګلونو ښاره
بيا د ستم په اور کې سوزي يوه بله ناهيد
بيا د وحشت په باد رژيږي يوه بله غوټۍ
بيا د وطن يوه مظلومه قربانۍ ته بيايي
بيا په سرو وينو کې لمبيږي يوه بله غوټۍ
دلته خو چا د خور ټيکري ته هم کاږه نه کتل
دلته مظلوم باندې تېری بې غيرتي ښکارېده
دلته د مور لمن سپېڅلې وه حرمت يې درلود
دلته د خور بې عزتي بې ايماني ښکارېده
څومره عاصي څومره ياغي شول ستا بې سره زامن
ستا له تاريخه بېګانه ، ستا بې هنره زامن
بيا د مذهب په پلمه مور سپکوي ، خور سوزوي
ستا دا بې لارې،بې سروده،بې سنګره زامن
دا په تا څه وشول کابله ، نام و ننګ دې څه شو
د افتخار ډيوه دې چېرته ده ، فرهنګ دې څه شو
چې لکه ستوری ځلېدې د شنه آسمان پر تندي
هغه پرتم دې چېرته لاړ هغه آهنګ دې څه شو ؟؟؟
ما خو ګڼلې وه کابله ګلورين به شې ته
بيا به له تور و سپينه ووزې رنګين به شې ته
بيا به دا توره چادري له سره و غورزوې
زموږ د پېغلو د غړيو لونګين به شې ته
ما خو ګڼلې وه چې بيا به د سرو ګلو ښار شې
بيا به د مستو نازنينو نازولو ښار شې
بيا به ويرژلي ماښامونه درنه کډه وکړي
بيا به د سپينو سهارونو د بلبلو ښار شې
خو ته لا اوس هم د ملا د ږيرې دام کې بند يې
لکه شمشېر زنګو خوړلی ، په نيام کې بند يې
اوس دې لا هم په پښو کې تورې زولنې پرتې دي
د تعصب په دود کې پټ په انتقام کې بند يې
نن بيا د دين دوکاندارانو درته دام ايښی دی
ستا د پېړيو افتخار يې په ليلام ايښی دی
بيا کوم فرعون د زمانې دوره په لاس کې ولاړ
بيا يې پر شونډو د تنکيو وينو جام ايښی دی
ستوري دې څه شول د رڼا ناوې دې چېرته تللې
د تورو شپو تورو منګلو کې اسيره ښاره
په خړو ورېځو کې دې پټې شوې د لمر پلوشې
زما کابله ، د وحشت په دام کې ګيره ښاره .
( صدیق کاوون )
بامداد ـ فرهنگی ـ ۱۵/۲ـ ۰۵۰۴