د ایران په ختیځ کې۴۰ تنه تروریستان چې یوه غټه چاودنه یې په پام کې درلوده، نیول شوي

د تروریستانو یوه دله چې یوه غټه غیر قانوني کړنه یې په پام کې نیولې وه، ددې هیواد په ختیځ کې نیول شوې ده. په دې هکله خبر نن د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي ورکړی دی.

په تهران کې د یوې خبریزې ناستې پر مهال نوموړي وویل:«دوه ورځې مخکې شل متره د ځمکې لاندې یو تونل چې۴۰ متره اوږد وو، موندل شوی دی. ددغه تونل جوړونکو تروریستانو په پام کې وه، چې یوه غټه چاودنه تر سره کړي».

تسنیم آژانس ته په امنیتي ځواکونو کې سرچینې ویلي، چې دغه تونل د خاش په ښار کې چې د ایران په جنوب — ختیځ کې د سیستان او بلوچستان په ایالت کې دی، موندل شوی دی. دغه تونل د یوه کور لاندې دوو ودانیو ته، چې یوه ودانې د ملي امنیت او بله د پوځیانو وه، کنل شوی دی. تروریستانو په پام کې لرله دغو دواړو ودانیو ته چاونه ورکړي.

په دې هکله څیړنې پیل شوي دي.

برقراری وضعیت فوق العاده در ترکیه

 

نعمان کورتولموش، معاون نخست وزیر ترکیه اعلام کرد اعتبار کنوانسیون اروپایی حقوق بشر در مدت برقراری وضعیت فوق العاده در این کشور به حالت تعلیق درخواهد آمد.

به گزارش خبرگزاری تاس  به نقل از شبکه تلویزیونی « ان تی وی» نعمان کورتولموش ضمن اعلام این مطلب گفت:«  ما می خواهیم حالت فوق العاده در ترکیه طی یک تا یکنیم ماه به پایان برسد،  اما اجرای کنوانسیون اروپایی حقوق بشر در مدت برقراری وضعیت فوق العاده به طور موقت به حالت تعلیق درخواهد آمد».

د فرانسې حکومت په لیبیا کې د خپلو ځانګړو ځواکونو شتون تایید کړی دی

فرانسوې چارواکو په لیبیا کې د خپلو ځانګړو پوځي ځواکونو شتون تایید کړی دی. د فرانسې د حکومت رسمي استازي ستیفان لیفول په دې هکله څرګندونې د France info راډیو کې کړې دي.

نوموړي په دې هکله وویل:«بې له شکه چې د فرانسې ځانګړې پوځې قطعې هلته شته تر څو مرسته وکړي او په همدې ډول د فرانسې ځانګړي پوځي ځواکونه به په هر ځای کې ددې لپاره وي، چې د تروریزم سره مبارزه وکړي».

لي فول په امریکايي رسنیو کې په لیبیا کې د فرانسې د ځانګړو ځواکونو ددو پوځیانو د مرګ په تړاو د خپور شوي خپر په هکله څه ونه ویل. ما دغه خبر د ټولو نورو په څیر ولید او ولوست خو زه ددغه خبر پخلی نه شم کولای. زه ونه توانیدم د ژان ایف لیدران (د فرانسې ددفاع د چارو وزیر) سره اړیکه ټینګه کړم./سپوتنیک

دونالد ترامپ په ترکیې کې د یاغیانو دځپلو په تړاو د اردوغان عمل تایید کړ

د امریکا ولسمشرۍ ته د جمهوري پلویانو نوماند دونالد ترامپ په ترکیې کې د یاغیانو چې د پوځی کودتا هڅه یې کړې وه، د ځپلو په تړاو د ولسمشر طیب رجب اردوغان دعمل ستاینه وکړه. په دې هکله څرګندونې نوموړي The New York Times سره د مرکې پر مهال کړې دي.

نوموړي رسنۍ ته وویل:«زه په ریښتینې توګه د هغه د عمل چې وتوانید په حالاتو کې بدلون راولي، ستاینه کوم. ځیني خلک په دې فکر کې دي، چې دا یو چل وو خو زه داسي فکر نه کوم».

په همدې ډول نوموړي زیاته کړه، امریکا ددې حق نه لري، چې د ترکیې څخه د لویدیز په کچه د عدالت او د مدني ازادیو غوښتنه وکړي. ځکه چې ددې لپاره امریکا یوه ښه بیلګه نه ده.

نوموړي څرګنده کړه:«کله چې خلک ویني، په امریکا کې حالات سم نه دي او مونږ د بشري آزادیو په هکله خبرې کوو نو زه فکر نه کړم، چې دا به ښه بیلګه وي».

نوموړي په دې تړاو څرګنده کړه، که د ولسمشر په توګه وټاکل شي، نو هغه به د ترکیې او د خپلو نورو متحدینو نه دمدني آزادیو رعایت او د مخالفینو سره د مبارزې د ډډه کولو په تړاو غوښتنه ونه کړي. د نوموړي په وینا، مخکې له دې چې امریکا د نورو چلند ته بدلون ورکړي باید خپلې ستونزې حل کړي.

 بامداد ـ  رخداد های مهم جهان ـ / ۱۶ـ ۲۱۰۷