ملي هويت اوملي موجوديت

 

محمد اکبر کرگر

يوه ډيره باريکه او حساسه مساله چې هر افغان يې نن په اگاهانه او يا غيراگاهانه ډول انديښمن کړي دملي هويت مساله ده . دا مفهوم د يو اولس ، د يو هيواد، د يو دولت اوپه ټوله کې د يو اولس د تاريخ ، فرهنگ ، شتمنيو او هر څه سره تړاو لري . نن ورځ ډير بنيادي او اساسي پوښتنه د افغان اولس له پاره هم داده چې يا به يو، يعني شتون اوهستي به لرو، او که په دې ډیره مهمه ، مساله سر نه خلاصوو نو طبيعي ده چې بيا به موجوديت نه لرو .

په دې اړوند غواړو خپلې انديښني د مسايلو په يادښت او د يو لړ فاکتونو په يادونه را پورته کړو .

په دې ليکنه کې لومړي دهويت په باب يو تيوريک نظر وړاندې کوو ، او بيا د خپل هيواد په مسايلو کې په تېره دا چې دهيواد هويت ته څه ستونزي راپيښې دي؟ ايا دا هويت به چې اوس دافغانستان په نامه ياديږي؟ .پر ځاى به پاتي شي؟،دوام به وکړي ؟ په دې خبرو رڼا اچول غواړو....

په لغوي لحاظ دهويت( identity)  کليمه چې له ( identities) څخه مشتق شويده دوه ماناوي لري . چې په ظاهر کې متناقضي دي لکه :

۱-  يورنگي او مطلقه برابري.

۲ ـ هغه توپيرونه چې دوخت په اوږدو کي دثبات اوتداوم استازيتوب کوي . سره له دي چې دواړه مفاهم يوله بله سره تناقض کې دي خو په اصل کې دوه اصلي اړخونه چې دهويت بشپړتيا څرگندوي او پرهغه تمرکز ولري دهويت د څرنگوالي په اړوند چې څه شې دې بيانيږي . خو لومړى لازمه ده چې د داسې موضوع په باب خبرې وکړو چې دارواپوهانو اوټولنپوهانو چې دهويت پيژندني سره مينه لري دهويت فردي اوټولنيز ځانگړنه را وسپړو .

ملي هويت يا هغه احساس چې يو فرد يې له خپل دولت يا ملت سره لري . دهغو ظهور او څرگندونه په سنتونو، دودونو ، فرهنگ ، ژبه يا سياست کي په ډاگه کيږي . ملي هويت دارواپوهني له پلوه دخبرتيا په نامه زموږ اودنورو په توپير کي جوتيږي .

د ېوي ټوليزي پديدې په توگه ملي هويت کولى شي د يوې پايلي په توگه دهغه عناصرو له حضوره او د «مشترکو وجوهاتو » څخه چې د خلکو په ورځنې ژوند کې را منځ ته کيږي لکه ملي سمبولونه . ژبه ، د يو ملت تاريخ ،ملي خبرتيا اولرغونو اثاروکې ځليږي .

ملې هويت په مثبت شکل کې کولي شي دهيواد پالني ، ملي غرور او د وطن او خلکو په وړاندې په مثبتو احساساتو کې وځليږي خو په افراطي بڼه کې په شوونيزم يا عظمت پالنه کې تظاهرکوي .

ملې هويت څرنگ رامنځ ته کيږي؟

 ملي هويت کومه ذاتي ځانگړنه نه ده بلکې دټولنيزو روابطو په اسا س يو نظام دى ، چې فرد په هغه مشترکو ټکو باندي تکيه کوي چې له نورو خلکو سره يې لري اودهغو په لړ کي گډ ملي سمبولونه ، ژبه ، د يو ملت تاريخ ،د وېني اونژاد ، موسيقي ، خوراک ، اود پخلي سبک په کې شامل وي . د بيلابيلو ټولنيزو اغيزو لاندي افراد عقايد ،ارزښتونه ، هيلې اواميدونه چې ديو فرد دملي هويت سره برابرښت ولري. همدارنگه ملي هويت په شخصي هويت کي دهغه ځاى نيسي افراد کله چې خپل ملت پيژني خپل عقايد او ارزښتونه له شخصي نظره له مانا ډک بولي اوهمدا کارونه اوارزښتونه په ورځني ژوند کې کاروي .

ملي هويت لکه نور ټولنيز هويتونه په خپل ذات کې يو لړ مثبت احساسات لکه غرور ، له خلکو او يا ملت سره مينه اود خپلو هيوادوالو په وړاندې دمسووليت احساس ايجادوي . د ملي هويت ټولنيز واله لکه د ملي غرور او بې بديله احساس دهيواد په وړاندې د ورونو اولسونو ترمنځ د برابري د ايجاد سبب کيږي او تر يو بيرغ لاندې ژوند خوند پيدا کوي . کله چې يو ملت د خپل بهرني دوښمن سره مخامخ کيږي نو نور هم اهميت پيدا کوي په معمول ډول د ټينگښت يو عامل هم د هيواد پالني د ملي هويت د حس پياوړي کوونکي و ي .

په هغه هيوادونو کې چې بېلابيل قومونه ژوند کوي که چيري اقليتونو ته پاملرنه ونه شي اوله هغو سره تبعيضي چلند وشي ، نو ملي هويت کمزوري کيږي . مرکزي دولتونه په تدريج سره خپل کنترول له لاسه ورکوي .فرد هم له دوه گوني احساس سره مخامخ کيږي نو دا هم دملي هويت دکمزورتيا سبب کيږي .

موږ او ملي هويت

د شلمي پيړۍ په سر کې کله چې دمشروطه غورځنگ په هلو ځلو هيواد د امان الله خان په زعامت ملي خپلواکي تر لاسه کړه دملت جوړوني پروسه چې لا تر مخه يو ډول پيل شوي وه د «امانيه دولت » په سقوط سره يو جريان په ټپه ودريد ، دا ځکه چې د ملت جوړوني پروسه د اقتصادي اوټولنيز پرمختگ لازمي ده . ديو عصري دولت نشتون هم يو عمده فکتور دي چې د سقوي اړودوړ نه وروسته تر ډېره وخته وځنډيد . د محمد ظاهر شاه دسلطنت په جريان او د دمو کراسي د لسيزي د اساسي قانون د انفاذ اويو لړ پرمختيايي پروژو په اساس دا پروسه بيا په حرکت راغله . خو د محمد داوود په له منځه تللو سره هيواد يو وار بيا د بحرانونو مرکز وگرځيد .

اصلاْ خو په واقعيت کې د دويمې نړيوالي جگړې وروسته افغانستان په مريي اونامريي ډول د لويو طاقتونو درقابت مرکز و . خو دا رقابت ډېر محسوس نه و . امريکايانو دهملند پروژه پر ځاى پريښوده . خو په هيواد کې يې دپاکستان په وسيله مذهبي تند لارو په روزلو پيل وکړ . دا پروسه نه يوازې په افغانستان کې بلکې په ټول منځني ختيځ کې هم وه . په مصر کې د اخوان المسملين وده او جريان را منځ ته کيدل چې د جمال عبدالناصر پر ضد يې سبوتاژ کاوه يو ښکاره مثال دي .لنډه دا چې کله په افغانستان کې مرکزي دولت کمزوري شو . نو مذهبي افراطيون په پاکستان کې روزل کيدل اودنيابتي جنگ له پاره چمتو کيدل . د دې سبب شو ، چې ملې تفرقو ته لمن ووهل شي . ژبني تعصبات چاغ شي ، مذهبي توند لاري اوج ونيسي او دترقي ضد اقدامات پلاني شي .

دپاکستان داسلامي ايديولوژي اصلي حاميان او نايبان يعني طالبان په واقعيت کې د ملي هويت دله منځه وړلو له پاره دواېنې(چنجي ) حيثيت غوره کړي دى . دوى د مذهب په نامه او د مذهب تر پردې لاندي هڅه کوي چې هغه فکتورونه را د مخه کړي چې د هيواد راتلونکي نسلونه خپل ملې هويت هير کړي ، خپل تاريخ له ياده وباسي. اود متحجرو او بې مغزه انسانانو په توگه له ځانه پردي شي .

اوس دهويت مساله او د ملي تواميت مساله د افغانستان له پاره يوازې فلسفي او ټولنپوهنيزه مساله نه بلکې يو ه سياسې اود مرگ او ژوند سوال دى . نن ورځ متحجر انکيزيسوني حاکمه ډله چې دافغانستان د خلکو په اورميږ يې پښې ايښي دي . ددې هويت دله منځه وړلو په لټه کې ده .څو مثالونه يې وړاندي کوو،

ښوونيز نصاب

دا يو عمده فکتور دي. نسلونه د يو هيواد د تعليمي نصاب په هېنداره کې هم ماضي گوري او هم مستقبل . ځکه هلته شتمني ده ، هلته تاريخ دى ، هلته فرهنگ دى اوهر څه .خو اوسني قرون وسطايي حاکمه ډله هڅه کوي چې دا نظام داسې جوړ کړي چې هر څه په اسلام کې را لنډ کړي . دا سمه ده چې اسلام دافغانستان منلې اوقبول شوى دين دى . خو هيڅکله په ټوله کې دافغان هويت استازي نه دى . دا يوه بهانه ده . له ديارلس سوه کالو را هيسې واقعي اسلام دافغان فرهنگ سره يو ځاى شوي خپل اعتدال يې ساتلي د نورو مذاهبو درناوې يې د اسلام دپيغمبر اوخلفاو د ارشاد له مخې کړي . خو اوس چې کوم حرکت روان دي په واقعيت کې دا تصور کيږي چې يو څه موده وروسته به راتلونکي نسل دافغانستان مشاهير ونه پيژني ، دافغانستان له فرهنگ نه به پردي شي اوداسي نور .

بله بيلگه يې د ښووني اوروزني مساله ده . همدا اوس چې په نجونود زده کړې دروازي تړل شوې ددې پايله به لس کاله وروسته څه وي ؟ طبعا نوى نسل به بې زده کړې را لوييږي . هغه ماشوم چې نن په شپږم ټولگي کې دي لس کاله وروسته به کاملاْ بي سواده وي نه به داکتر ،نه به انجنير او نه به ښوونکي وي . تير نسل به هم فنا کيږي نو ټولنه به په څه بدليږي ؟

راتلونکي نسل به احمدشاه بابا نه پيژني.ميرويس به نه پيژني .پير روښان خو به هډو مسلمان نه بولي . پاچا خان به هم دهندو ملگري بولي . دا ځکه چې تاريخ نه لولي .ميرمسجدي خان ، محمدشاه خان بابکر خيل ، وزير اکبر خان اونور اوان معاصر مشروطه غوښتونکي به نه پيژني بلکې يوازې خالد بن وليد،شاه دوشمشيره اونور عربان به پيژني لکه چې همدا اوس په لره پښتونخوا کې ورو ورو دپاچا خان دنامه ځاې ټيپو سلطان اونور نيسي ژبه يې هم له ياده ووځي .

ملي بيرغ : حاکمو حضراتو چې په لومړي قدم کې شل يوويشت کاله پخوا په دې هيواد حاکمان شول ، نو د ملي بيرغ جنډه يې بدله کړه . اوس چې بيا راغلل بيا يى دا نامقدس کار وکړ ، ملي بيرغ له يوې پيړې نه زياته موده کې د دې هيواد پيژندل شوې سمبول وو، او دى .خو دوى منع کړ .

تاريخي ابدات : کله چې يوويشيت کاله دمخه دوى حاکمان شول ، نو دباميانو بتان يې چې د دې هيواد د فرهنگ او د ماضي يو لاس ته راوړنه وه په بمونو والوزمله . ددې له پاره چې هيواد له خپلې ماضې سره بې رابطي شي .

د قومونو وحدت اويووالي : دقومونو نه وحدت اونه يو والې لا بله مساله ده . د پاشل کيدو او له منځه تللو . دوى حضرات چې هر کار کوي ، نو د پښتون په نامه يې کوي . نور متعصبين چې د پښتون ژبه او فرهنگ او نوم پرې ښه نه لگيږي هغوې هم دې اور ته لرگي اچوي . يعني چې حاکم حضرات پښتانه يادوي . خو دمسالي له ژورتيا نا خبره دي اوهغه دا چې ددوى موجوديت اصلن دپښتنو پر ضد يوه دسيسه ده . له يوې خوا پښتانه په ټوله کې د خپلو اعمالو په اثر د نورو قومونو اومليتونو دوښمان کوي چې د کورني جگړي په شرايطو کي يو له بله پوستکي وباسي او د جنوسايد اعمالو ته لاره اواره کړي . بله دا چې هغه کسان چې د نورو قومونو په استازيتوب دا خبره تکراروي په لوي لاس د تجزيي اوملي هويت له منځه تللو ته لاره هواروي ، طبعا چې د دې خبري شاته بيا هم هغه اهريمني طاقت پروت دى .

دهمدې لړيو په موجوديت کې به هيواد هغه خواته درومي چې نور به خپل هويت ،تاريخ ،جغرافيه او حدود له لاسه ورکوي .

 

بامـداد ـ دیدگاه ـ ۲/ ۲۴ـ ۱۱۰۷

Copyright ©bamdaad 2024