امریکا افغانستان ته د ډالرو دیکتاتوري ، بې رحمي ، فساد او ذلت راوړ
ولی منگل
د امریکا جعلي د فریب لیبرالیزم په کمبوډیا کې د پول پوټ د خونړۍ دیکتاتورۍ څخه زیات توپیر نلري . د متحده ایالتونو دموکراسي او لیبرالیزم هسې یو « د امریکایي مفاداتو » نړۍ غولوونکی تیاتر دی، نور څه نه دي .
دغه جادویي دموکراسۍ ، چې په حقیقت کې هېڅ اخلاق او انساني ارزشونه پکې نشته، یوه داسې دیکتاتوري ده چې ، محکمه هم دې هغې خپله ده ، مجرم هم هغه جوړوي ؛ او قاضي هم هغه ده.
د روحانیت له نظره ، امریکا نړۍ ته ډالر ورکړ ، چې خلک دعا او عبادت ورته کوي .
دا ځناور چې نن ورځ په امریکا کې د واک ګډۍ چلوي ، دا د اروپا او شمالي اروپا څخه له تاریخي پلوه ورکډه شوې؛ د آزادۍ تر نقاب لاندې ډېر بې رحمه دیکتاتوران دي. د ګټو او منافعو لپار، هغوی هر څه کوي او هر څه یې کړي دي؛ او د زور او زر د دروغجن بهرني سیاست پرمټ، هرقالب او الګو د ځان لپاره جوړولای شي.
زما په اند که آزادي او لیبرالیزم د زغم او ارزښتونو پلوي کوي، نو په امریکایي لیبرالیزم کې موږ ه بشپړه دیکتاتور ي وینو . په واقعیت کې امریکایي دموکراسي هغه دموکراسي ده چې، ؛ هغه یعنې متحده ایالات چې څه شی غواړي، بس هغه صحي او سپېڅلي دي؛ ټول مجبور وي ، هغه څه چې هغه فکر کوي، هغسې دې فکر وکړي، هغه دې ومني.
راځئ چې اوس په افغانستان کې د متحده ایالتونو د ورانکارې پالیسۍ تاریخ ته یو زغلنده نظر واچوو؛ هرومرو به ووینو چې ، هغوی څه وکړل او څه کوي:
امریکا څلوېښت کاله زموږ په هېواد کې لګیا ده؛ او یوه داسې جګړه یې جاري ساتلې ده چې پای یې نه لیدل کیږي. د ثور د اومې د واک سیاسي بدلون چې ، په نتیجه کې قدرت د خلک دموکراتیک ګوند په لاس کې واخېست، کومه چې د افغانستان د خلکو خپل منځي او داخلي پېښه او مساله وه ، امریکا دې دغه مترقي بدلون پرضد د ځپلو لپاره لاس پکار شوه ؛ له هرې ممکنې وسیلې یې کار واخېست ترڅو زموږ هېواد له یوې تاریخي قانونمندې مرحلې نه راوګرځوي.
اسلام په خطر کې دی! شپېلۍ یې خولې ته کړه. له عادي سیکولرې ټولنې څخه یې یوه افراطي ټولنه جوړه کړه. په حقیقت کې ، متحده ایالتونو د مذهبي بنسټ پالنې، وحشت او ترور ؛ د داسې د ( اور بټۍ ) او فابریکې بنسټ ډبره کېښودله، چې اوس خپله هغوی، سیمه او تر ډېره خپله افغانان پکې سوځيږي.
هغوی له یوه عادي ساده سړي یو وار اتل مجاهد جوړ کړ، بیا د هغوی په خوله هم هغه مجاهد ترورېست شو، لا پرون طالب ترورېست و؛ خو لږ که نور صبر وکړو، طالب به نه یوازې ترورېست نه وي، بلکې د هغوی د ګټو یو ښه متحد به وي.
نولس کاله هغوی د خپل لیبرالیزم او دموکراسۍ په نوم ، داسې جادو او مرداري زموږ په خلکو وتپله چې، له متفکر ینو او پوهانو څخه یې تعریف ورکیږي او د هر سالم فکر خاوند پکې ګیچ ګنګس دی. اوس زموږ ټولنه د یوې وحشتناکې دورې نه تېریږي؛ داسې دورې نه لکه څوک چې د انسانانو د وینو له ویالې نه ټوپ وهي. داچې دا دوره څومره دوام مومي، په اوس کې یې وړاندوینه مشکله ده، ځکه مشکله ده چې په هېواد کې د قانون حاکمیت او دیکتاتوري نشته او نده تامینه شوې . یو ګورت فاسد حاکمان د ملیونونو وګړو په برخلیک مسلط شوي دي.
د امریکا له نظره بشري حقونه
که په شمالي کوریا، ایران چین کې یو سړی اعدام شي، هغوی د نیوکو او انتقادونو نړیواله ډن ډوره جوړه کړي؛ خو که په سعودي عربستان کې په کال کې د سلګونو انسانانو سرونه غوڅويږي ، هغوی چپه خوله دي. خو که ؛ پخپل هېواد کې یې ، که څوک ولوکه په هر ډول جرم درې ځله مرتکب شي، په عمري قید محکومیږي. د هغوی د قانون له مخې مور او پلار حق نه لري، که چېرې یو اووه کلن ماشوم د جنسیت د بدلولو علاقه ولري، مداخله وکړي او خپل اووه کلن زوی یا لور لدې کاره راوګرځوي؛ کنه پلیس یې له کوره نامعلوم ځای ته وړي.
هغوی که وغواړي په هرهېواد یرغل کولای شي؛ خو نور دا حق نلري. نن په عراق او سوریه کې بغیر د نړیوالو منل شویو موازینو د نوموړو حکومتونو له اجازې پرته پراته دي؛ سوریه او عراق ورته وایي ووځه، امریکا ورته وایي چې نه ځم.
پوښتنه دا ده چې آیا دا دهغوی ، امریکایي ګنګسترانو له نظره مقدسه دموکراسي ده؛ که وچه برلا د زور او ځواک دیکتاتوري؟
وروستې خبره د متحده ایالتونو د حاکمو کړیو لپاره فقط ګټې مقدسې دي ؛ دغه ګټې که له هرې وسیلې وي، هغوی ترې ډډه نکوي. ارزښتونه، نړیوال موازین او قوانین ، انساني کرامت د هغوی لپاره هېڅ ارزښت او بیه نلري. هغوی یوازې زور او ځواک ته تسلیمیږي او د زور پرمخکې هره شرمینده ګي او ذلیلي مني.
بامـداد ـ دیدگاه ـ ۴/ ۲۰ـ ۲۱۱۰
مضمون اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .
Copyright ©bamdaad 2020