د ښاغلی اکبرکرګر د آثارو په تړاو یو څو لنډې خبرې
انجنیرعبدالقادرمسعود
ښاغلی محمد اکبر کرګر د علم، ادب او فرهنګ په ډګر کې د پښتو ژبې هغه پیژندل شوی، با درکه، با احساسه، خواخوږی، د ژور فکر او عقایدو ځواکمن لیکوال، هڅاند متفکر، غښتلی څېړونکی، تکړه ژباړونکی دی، چې د ده د پام وړ او اغېزمن آثار زموږ په جګړه ځپلی هیواد کې معاصرو او راتلونکو نسلونو ته د یوې علمی، ملی، ادبی او فرهنګی زېرمې او معنوی پانګې په توګه لویه او بډایه شتمنی ده.
دی نه یوازې وتلی او پیژندل شوی داستان او کیسه لیکونکی، ټولنیزپوه، سیاست پوه، ادب پوه، منلی او ملی شخصیت دی، خو په خپلو ارزښتمنو او اغېزمنو آثارو یې د تصوف او عرفان ډګر هم تود، ځلانده او روښانه ساتلی دی.
ښاغلی کرګر صاحب یو زړه سواندی انسان، دروند شخصیت او د لویې حوصلې خاوند دی. د خپلو ملګرو، یارانو، دوستانو او مینه والو، د هیواد او هیوادوالو سره سپیڅلې او ژوره مینه لری. دوې میاشتې مخکې یې ما ته له لندن څخه د ټېلېفون په کرښو کې وویل: زه هالند هېواد ته درځم غواړم تاسو ووینم. ما ورته وویل زه به ویاړ ولرم چې خپل زړه ته رانږدې دوست کرګر صاحب ووینم. کله چې دی هالند ته راغی ما ورته ټېلېفون وکړ او ورته ومې ویل چې نن شپه زما میلمه یې. ورغلم له ده سره یو ځای زموږ د ګډ دوست تکړه او پېژندل شوی هنرمند کریم جان لمر کور ته ورغلو. د خپلو دوو نورو دوستانو او یارانو نجات جان
لودین او بشیر جان رفیق سره مو یو ښکلې د موسیقۍ او غزل شپه د خوږ ژبی کریم جان لمر په خوندورو سندرو او غزلونو رنګینه کړه.
لنډه دا چې په دریمه ورځ بیا دی زما میلمه شو او د روتردام په ښار کې مو چکر ووهه. زموږ بڼدار ډېر ښکلی او په زړه پورې وه. کرګر صاحب درې چاپ شوی نوی اثار چې (انسان او جهان له عرفانی لیده)، (رحمان لید توګه) او (کلونه تورتمونه – د لنډو کیسو ټولګه) نومیږی، او په ډېر ښکلی ډیزاین او صحافت سره چاپ شوې دی په ټوله مهربانی سره ماته ډالۍ کړل، او ما ترینه د زړه له کومې مننه وکړه.
کله چې ما دا ګټور، ارزښتمن او تحلیلی آثار په مینه او پاملرنې سره ولوستل، نو ماته هم دا احساس پیدا شو چې زه د علم، ادب، شعر و شاعرۍ د مینه وال په توګه باید یو څو ټکی پرې ولیکم.
د کرګر صاحب د لنډو کیسو په ټولکه کې کلیوالی واکمن دودونه، عنعنوی ارزښتونه، انسانی، ټولنیز، ملی تصورات او افکار، ادبی او اخلاقی پیغامونه، رښتینی او سپېڅلی انسانی جذبات، احساسات او عواطف، سیاسی، انتقادی او اصلاحی تصویرونه، په ډېره خوږه، سلیسه ساده او روانه ژبه په ډېر ښکلی رنګ، خوند او هنری ښکلا کې انځور شوې دی.
ښاغلی اکبرکرګر صاحب هغه نوښتګر، د لوړ فکر، او ځواکمن استعداد هڅاند لیکوال، محقق او څېړونکی دی، چې تل هڅه کوی خپلې څېړنیزې لیکنې او تحقیقی موضاعات او مسایل د ژورې پوهې او د څېړنو د هر اړخیزو اصولو او مقرراتو پر بنسټ او د نامتو او پېژندل شویو کورنیو او بهرنیو لیکوالو او څېړونکو د آثار د علمی ازموینو او تجربو، د څرګندو دلایلو او استدلال، مستندو شواهدو او موادو پر منطق خپلو لوستونکو او مینه والو ته وړاندې کړی.
د ښاغلی کرګر صاحب دویم کتاب رحمانی لید توګه نومېږی. دا اثر د رحمان بابا په تړاو د کرګر صاحب د بېلابېلو مقالو ټولګه ده چې د رحمان بابا په شعر او افکارو یوه لنډه څېړنه ده.
رحمان بابا یو دینی او روحانی عالم، یو لوی زاهد، عابد، او د دین مرشد وو، او د خدای (ج) په عبادت او ریاضت د خپل روحانی ژوند سره بوخت وو. رحمان بابا یو روحانی، ادبی اوټولنیز شهرت لری او دی د یو صوفی مشر په توګه د خلکو په ذهن او روان کې خپل ځای او مقام تر لاسه کړی دی. د ده زیاتره شعرونه د خدای (ج) په ستاینه کې او د حقیقی عشق په تړاو لیکل شوې دی.
ښاغلی اکبر کرګر صاحب په خپله یوه لیکنه کې (رحمانی عشق یعنی څه؟) ترسر لیک لاندی داسې وایی:
((.... په انګلیسی ژبه د درحمان بابا د دیوان ژباړونکی او سریزه لیکونکی باور لری، چې هغه څه چې د رحمان په دیوان کې ډیر برجسته او څرګند دی، هغه عشق دی. موږ د رحمان بابا په دیوان کې په دې خبره غور وکړ، د رحمان بابا په دیوان کې په کراتو ځله دعشق کلمه تکرار شویده؛ خو دا عشق یوازې تصوفی او عرفانی عشق نه دی. دا یوه اوږده قصیده ډوله غزل دی، چې مطلع یې ده:
په نامه د هغه خدای مې دا بیان دی
چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی
په دې شعر کې رحمان بابا د خدای توصیف کوی، د خدای صفات بیانوی، چې له یوې خوا شریعت ته نږدې او له بلې خوا د خالص تصوف او عرفان څخه واټن نیسی. په دې مانا چې په وحدت الوجود کې په عالی او ترانسیندینتال حالت کې صوفی له ځانه بهر کېږی او ځان یا خپل مادی وجود نفې بولی.))
همداسې په دغه اثر کې د تصوف او عرفان د علم په رڼا کې دا مسله هم څېړل شوې ده، چې آیا رحمان بابا یو تمام اعیارصوفی او عارف وو او که نه؟
لنډه دا چې په دې اثر کې د رحمان بابا شعرونه او خیالونه د تصوفی، عرفانی او فلسفی افکارو پر بنسټ څېړل شوې دی.
د ښاغلی کرګر صاحب دریم کتاب (انسان او جهان له عرفانی لیده) په نوم یادېږی. دا اثر دیارلس څپرکی (فصلونه) لری چې په هر فصل کې ډېر ګټور، تحلیلی او اغېزمن مطالب وړاندې شوې دی.
ښاغلی اکبرکرګر صاحب په دې ارزښتمن اثر کې زموږ په لرغونی فرهنګ کې د تصوف او عرفان بنسټونه او د دوی توپیر په هند افغانستان، منځنۍ اسیا او فارس کې څېړی او څرګندوی. ده د وحدت الوجود او وحدت الشهود تصوفی، عرفانی او فلسفی افکار د تصوف او عرفان د بنسټ اېښودونکو، د اسلامی مذهبی، شرعی عقایدو او ویناوو په تړاو او په اسلامی تصوف یې هم پراخه رڼا اچولې ده. او همداسې یې د صوفی، عارف، معرفت او د انسان ناخبری شعور، په عرفان کې د واحد مقام ته د عروج مسله، په اسلامی فرهنګ کې د عروج څو بېلګې لکه: د منصور حلاج داستان، شهاب الدین سهروردی د خپل وخت نابغه، شیخ محی الدین عربی
او نورو پرتلیزه څېړنه، د پانته ییزم وحدت الوجود او هندی فلسفه، د بودیزم او د هغه فرهنګی اغېزې، افلاتون او نو افلاتونیزم د عرفان بله سرچینه، مشهورې صوفی او عرفانی ډلې او فرقې، کابالاعرفان او د دین او عرفان ځانګړنې او توپیرونه، د عشق طبیعی او عرفانی بهیر، او د حقیقی او مجازی عشق ارزونه، شعر او عرفان، عرفان او انسان، د تصوف او عرفان د مکتبونو د نظریاتو په رڼا کې د یو کامل او بشپړ انسان مقام، د صوفیانه طریقو په اړوند خبرې، پښتو شعر، عرفان او تصوف، او همداسې په نثر او شعر کې د تصوف او عرفان د عقایدو او افکارو بیانول، ابن سینا او اشراقی فلسفی افکار او همد
اسې یو شمېر نور موضاعاتو او مسایلو په تړاو څېړنه ، شننه، او څرګندونه په سیستماتیک او علمی ډول پرتله شوی او بیان شوی دی.
ښاغلی اکبرکرګر صاحب په ډېره ساده، روانه او عاطفی ژبه، په خوږو او رڼو الفاظو، د کورنیو او بهرنیو د پېژندل شویو عالمانو، څېړونکو، لیکوالو، ادیبانو او شاعرانو د اسلامی افکارو او عقایدو، د تصوفی او عرفانی خیالونو، د ژورو څېړنو او څرګندونو په رڼا کې خپلې ګټورې او اغېزمنې څېړنې او شننې په ډېر علمی، تحقیقی او ادبی بڼه انځور کړې دی.
لنډه دا چې اکبر کرګر صاحب په خپلو علمی، ادبی او څېړنیزو آثارو کې د پوهې، علم او ادب مینه والو ته داسې ځلانده او روښانه ډیوې بلې کړیدی چې لوستونکی یې په لوستلو سره د خپلو موخو پیغامونه په کې موندلای شی. دا ژور او اغیزمن آثار په څو څو واره لوستلو ارزی او د هر لوستونکی په زړه، معنوی او اخلاقی، ذهنی او روانی حالاتو کې جذبې او ولولې راپاروی.
زه ښاغلی اکبرکرګر صاحب ته د ده د ګټورو، علمی، ادبی، تحلیلی، انتقادی لیکنو او اغېزمنو، ارزښتناکو، عاطفی چاپ شویو آثارو په تړاو مبارکی وړاندې کوم او د ده د لانورو زیاتو بریاوو، غوړېدو او هستونو په هیله یم.
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۳/ ۲۲ـ ۱۳۰۲
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2022
میخــری؟
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۲ـ ۰۶۰۲
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2022
راه اندازی کار داوطلبانه
بروزشنبه ۲۲ جنوری سالروان میلادی غرض کمک به هموطنان داخل کشورکه در شرایط فاجعه بار اقتصادی بسرمیبرند، به ابتکار شورای کشوری هالند حزب آبادی افغانستان کار داوطلبانه ( حشر) توسط اعضای حزب و انجمن جوانان ( آینده سازان ) در شهر امستردام کشورشاهی هالند راه اندازی شد.
دراین اقدام بشردوستانه که به یاری خانواده محترم لیلی اسحق زی یکی از بانوان فعال و با احساس درکشورهالند صورت گرفت، اموال و اشیای مورد نیاز اولیه چون ادویه جات ، ابزار و سامان الات پزشکی چون ماسک ، الکهول ، مواد ضدعفونی جهت کمک به بیمارستان ها، سامان و وسایل برای مادران باردار و اطفال نوزاد ، البسه ( پاپوش و لباس های مردانه ، زنانه ، دخترانه ، بچه گانه وطفلانه ) ، ضروریات آشپزحانه ، و...که شامل کمک افغانهای مقیم هالند میگردید برای ارسال به افغانستان بسته بندی شد.
درجریان این کارزار، رفقا و اعضای انجمن جوانان ( آینده سازان ) مربوط شورای کشوری هالند با شوروشوق وطنپرستانه به تفکیک، شمارش ، جابجایی و بسته بندی اموال متذکره پرداختند.
شرکت کننده گان این کارداوطلبانه توانستند با کارضربتی این بسته های امدادی را آماده انتقال به داخل کشورنمایند.
اینجانب به نماینده گی از بیروی اجراییه شورای کشوری هالند از کار و فعالیت انسانی و میهن پرستانه رفقا و اعضای عزیزالقدر انجمن جوانان ( آینده سازان) که با درک ازشرایط ناگوار اقتصادی هموطنان مظلوم و بیچاره داخل کشور به این عمل انسانی پرداختند ، قدردانی نموده ، برایشان در انجام چنین تلاش های انساندوستانه موفقیت های بیشتر آرزو نمودم.
سرور زهتاب ،
رییس شورای کشوری هالند ح . آ.ا
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۱/ ۲۲ـ ۲۳۰۱
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2022
درطول تاریخ توزیع قدرت همواره به شکلی نابرابر میان دو جنس زن و مرد شکل گرفته است. موقعیت های تصمیم سازی و به عبارتی قدرت، بیشتر در میان مردان رد و بدل شده است. البته فرهنگ و سنت های تاریخی، به ویژه طرز تفکر مردانه بودن قدرت، تفاوت انگیزه یا علاقه زنان با مردان در کسب قدرت و بسیاری نظرات بی اساس دیگر به این روند کمک کرده است. همزمان با اصلاحات سیاسی و اجتماعی در سطح جهان و افزایش روند برابری زن و مرد شاهد روی کار آمدن تعداد بیشتری از زنان در سطوح بالای تصمیم گیریهای کلان و نیز مشارکت در ساختار قدرت هستیم. حضور متناسب و صحیح زنان در نظام های اجتماعی نشانگر اهمیت مشارکت آنان در موفقیت پایدار نظام ها بوده است. در واقع تحقیقات مختلف نشان داده اند افزایش حضور زنان در ساختار قدرت و رهبریت موجب کاهش فساد می شود، از دلایل مهم این واقعیت هم تمایل بسیار کمتر زنان در دریافت یا پیشنهاد رشوه عنوان می شود. برای مثال نتایج مطالعاتی که در سال ۲۰۰۰ ترسایی روی رابطه جنسیت و فساد در کشورهای مختلف انجام گرفت حاکی از وجود بسیار کمتر فساد در کشورهایی بود که زنان سهم بیشتری از کرسی های پارلمانی و پست های عالی در نظام بوروکراسی دولتی و نیز درصدِ بالاتری از نیروی کار را در آن کشورها به عهده داشتند.
زنان معمولا رهبران خوبی در ایجاد تحولات اساسی هستند و مشارکت آنها در نظام های مردمی و شکل دهی به دولت های خوب (Good Governance) بسیار مهم است. متاسفانه زنان با همه این توانایی های شان (به ویژه در دوره معاصر و طی چندین دهه گذشته که از تحصیلات بسیار بالاتر و تجارب زیادی در تشکیلات مختلف دولتی و غیردولتی برخوردار شده اند) همچنان به دلیل قوانین و شیوه های تبعیض آمیز فرصت دست یافتن به موقعیت های مهم را در ساختار قدرت پیدا نکرده اند. در نتیجه جوامع از این عقب نگه داشتن پتانسیل بالای زنان ازحداقل دو بعد اساسی ضربه خورده اند:
۱ـ سرخورده گی روحی نیمی از جمعیت جامعه
۲ـ محرومیت جوامع
در افغانستان نیز زنان در دهه های اخیر از مشارکت و کمک این قشر مولد و موثر در توان افزایی پایدار جامعه در همه ابعاد و نیز کمک به کاهش فساد و عقب مانده گی جامعه تاثیر بزرگ به عمل امده است .
زنان نیز در دهه های اخیر از فعال ترین و باکفایت ترین بخش های جامعه بوده اند که با وجود اثرگذاری و اعلام آماده گی در همه حوزه های مدیریتی و تصمیم گیری کلان، همچنان به دلیل موانع متعدد ازجمله برخوردهای متحجرانه برخی جناح های سیاسی، تفاسیر بی اساس و بی منطق و حمایت نشدن از جانب احزاب و گروه های فعال در کشور، حضوری بسیار کمرنگ و نامتناسب با توانایی های خود و نیز نیازمندی جامعه به تخصص و حضور آنها داشته اند.تنها در صورت حضور فعال زنان در ساختار قدرت می توان ادعای بهره وری در حکومت داری کرد. به عبارت دیگر با مشارکت دادن نیمه دیگر جمعیت کشور در تصویب قوانین و نیز سیاست گذاری های کلان امکان هدایت جامعه به سوی تعادل، عدالت و انسان سالاری و نیز تحقق مطالبات خانواده ها، به عنوان کانون های اساسی در کشور، وجود خواهد داشت.
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۲ـ ۲۸۰۱
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2022
قَـیـده سـن
اې مَنیم شیرین زبان آرامِ جانیم قَیده سن
بو کۉنگول بۉستانیده غُنچه دهانیم قَیده سن
نېچه کوندور بو کۉنگیل مشتاق دیدارینگ اېرور
اۉرگیله ی اې دلبریم شیرین زبانیم قَیده سن
قنچه کوندور بو کۉنگیل مشتاق دیدارینگ اېرور
اۉرگیله ی اې دلبر شیرین زبانیم قَیده سن
قَیده سن یار قَیده سن آرامِ جانیم قَیده سن
قَیده سن یار قَیده سن اې مِهربانیم قَیده سن
اَیریلیب من یاردن بیر نېچه کون بۉلدیم جدا
اختَریب کېلدیم سېني غُنچه دهانیم قَیده سن
حالیمیز بې حد یماندور کېلمه دینگ حالیم سۉره
باې مَنیم خوش مِهربان آرامِ جانیم قَیده سن
کۉزلریم کۉرمس بۉلیب قالدیي بو غم صحراسیده
حسرتینگده چیقتي بو آه و فغانیم قَیده سن
تشنه لب دور مشربان بۉلدي یوره گیم هم کباب
فرقتینگده اې مَنیم خوش مِهربانیم قَیده سن
قَیده سن یار قَیده سن آرامِ جانیم قَیده سن
قَیده سن یار قَیده سن اې مِهربانیم قَیده سن
(حضرت بابا رحیم مشرب )
بامـداد ـ فرهنگی و اجتماعی ـ ۲/ ۲۲ـ ۲۲۰۱
استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.
Copyright ©bamdaad 2022