د افغانستان دآبادۍ ګوند د کنړونو ولایتی شورا غونډه وکړه

 

 د کنړونو ولایتی شورا د ۱۳۹۹ کال دعقرب میاشتی رابلل شوی فوق العاده غونډه کی د شورا د مشرتابه غړو د واحدونو منشیانو او یو تعداد مینه والو کادرونو ګډون درلود. غونډی د قرانکریم د څو ایاتونو په لوستلو پرانستل شوه. غونډي ته د شورا مرستیال ملګری صلاح الدین د کار رپوټ وړاندی کړو. وروسته هر ملګری په خپل نوبت د رپوټ په هکله نظریات او وړاندیزونه واورول.

ګوندی لیکو ته د مینه والو ځوانانو په جذب ، سیاسی روزنی او پوهاوی ټینګار وشو.

غونډي ملګری ولسی تحرک ویښتوب او بیدارۍ ته راوبلل او تاکید وشو چی د ګوندی دندو د بهبود په خاطر د خبرو پر ځای کار، او د وینا پرځای عمل ته مخه کړو. د فکر او عمل سړی پيدا او د خواریکښو په طرفدارۍ خپله مبارزه چټکه کړو او د خپل اولس په منځ کی د موکراتیک چاپيریال ته پراختیا ورکړو او د مبارزی وړ استعدادونه د پامه ونه غورځوو.

د افغانستان دآبادۍ ګوند کړنلاره او اساسنامه د تودو او مینه والو په منځ کی په ادبی او منطقی الفاظو توضیح او تشریح کړو.

په آخرکی غونډه مشر ملګری فقیر محمد سالارزی د افغانستان د آبادۍ ګوند د دارلانشا غړی زړه پوری مثبته ارزیابی کړه په خپلو لنډو خبرو کی ملګری خپلو دندوته متوجه او په ګوند کی د ځوان نسل رول مهم وباله .د غونډی په پای کی د ګوند د غړیتوب کارتونه کړنلاری او اساسنامی مواد په ملګرو وویشل شو.

غونډه په افغانستان کی د سولی او امن په شعار پای ته وسیده.

 

( د کنړونو ولایتی د مشرتابه شورا )

 

بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۳/ ۲۰ـ ۰۲۱۱

استفاده ازمطالب بامداد با ذکرماخذ آزاد است.