دافغانستان دآبادی ګوند دهلمند د ولایتی شورا نوبتی غونډه

 

 

دهلمند ولایت د ولایتی ګوندی شورانوبتی غونډه دپلان مطابق په ۱۳۹۸/۱/۱۶نیټه په ګوندی دفترکی د ولایتی شورا د رییس ښاغلی انجنیرمحمداسمعیل ترمشری لاندی جوړه سوه. په غونډه کی د ولایتی شورا د (۳۵) تنه اعضاو له جملی څخه (۲۵) تنه حاضر وه.
د غونډی په اجنداکی دګوند د پریکړو دعملی تحقق په اړه دهلمند دګوندی سازمان د کاراوفعالیت رپوټ دتشکیلاتو څانګی لخوا وړاندی سو او ورباندی بحث وسو.

دنیمګړتیاوو د لیری کولوپه اړه مسوولینوته دندی وسپارل سوی.

 داجندامطابق د۱۳۹۸کال د اولی نیمایې د ولایتی شورا او دیادی شورا اجراییه  بیرو دغونډو پلان چی د شکیلاتو څانګی لخوا ترتیب سوی و، تصویب سو او دکاری پلان په اړه دتشکیلاتو څانګی ته وظیفه وسپارل سوه چی د کارپلان ترتیب او د اجراییه بیروترتصویب وروسته مرکزی دفتر ته ولیږی.
دغونډی په اجندا کی تشکیلاتی مسایل هم شامل وه چی د تبلیغ اوفرهنګ کمیسیون مسوول د اجراییه بیروپه غړیتوب درایو په اتفاق ومنل سو او د ولایتی شوراپنځه تنه غړی ددوی دستونځواود ولایتی شورا په غونډوکی د دوی د نه ګډون اوددوی دغوښتنی،اویوتن دتبدیلی له امله د ولایتی شورا له غړیتوب څخه لیری سول.
په غونډه کی ځینی متفرقه مسایل لکه:  دځوانوکدرونو لیست تیبول،  دسولی مشورتی جرګی  په ټاکنوکی د ملګروګډون، دملی دموکراتیکو ګوندونو ایتلاف اوپنځه فقریې طرحی په باب د ملګرو نظریات راټولول اولیږل، د« حقیقت زمان » په اخبارکی دملګرو دګډون لیست ترتیبولو باندی بحثونه وسول او لازمی پریکړی وسوی اومسوولینو ته لازمی دندی وسپارل سوی.

 

( حاجی هیبت الله ، د ولایتی شورا د اسناد اوارتباط څانګی مسوول)

 

 

 

بامداد ـ زنده گی سازمانی ـ ۲/ ۱۹ـ ۱۱۰۴

 استفاده ازمطالب بامداد با ذکر ماخذ آزاد است.

Copyright ©bamdaad 2019