په نړۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان کمیشنري وايي، چې تېر ۲۰۱۵ م ز کال د ټولې نړۍ د پناه غوښتونکو ماشومانو شمېر ۱۰۰ زرو تنو ته رسیده او دغه شمېر بې ساری دی.

د جون ۲۰ مه د کډوالو نړېواله ورځ ده، کابل کې هم په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ له خوا « په نړۍ کې د افغان کډوالو د وضعیت » په نوم و نمانځل شوه.

په دغه نمانځغونډه  کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر  رافلیپو ګراندي  وویل، چې د افغان ماشومانو د شمېر د زیاتوالي عمده لامل په بهرنیو هېوادونو کې په اسانه د هغوی منل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د افغان کډوالو ۵۰ سلنه ماشومان جوړوي او دوی د کورنۍ د نشتوالي او یواځيتوب سخت احساس کوي.

له بل لوري د افغانستان د کډوالو او راستیندونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي، چې د ۲۰۱۵ م ز کال په پرتله په ۲۰۱۶ م ز کال کې د کډوالو وضعیت بدلون کړی او په دغه برخه کې د پام وړ کموالی ليدل کيږي.

بلخي وویل، چې تېر کال شاوخوا ۲۵۰ زره افغانان اروپايي هېوادونو ته مهاجر شوي و، خو یوازې ۶۰ سلنو اسناد يې منل شوي و، خو په وینا يې د کال له پېل راهیسې تر اوسه بیا شاوخوا ۳ زره مهاجر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي زیاته کړه، چې د یاد ۳ زرو کډوالو له ډلې ۱۰۰۰ تنه يې يوازې له المان هېواده راغلي دي.

همدارنګه د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر وايي، چې سبا (جون ۲۱ مه) پاکستان ته ځي او په دغه هېواد کې به د افغان کډوالو د ستونزو په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي، چې په ۲۰۰۵ م ز کال کې په اوسط ډول په هره دقیقه کې ۶ تنه خپل کورونه پرېښودل او دغه شمېره سږکال ۲۴ تنو ته رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو په سږني راپور کې راغلي، چې په ټوله نړۍ کې د کډوالو په منځ کې له ۹۸ زرو زیات ماشومان دي.

راپور کاږلي، چې د نړۍ د ټولو هېوادونو د کډوالو نيمايي يې له ۱۸ کلونو کم عمر لرونکي دي او زیات يې هغه ماشومان دي، چې خپل کورونه يې پرې ايښي او یوازې يې سفرونه کړي./ د سپوتنیک خبری سایت

 

افغان ښځي وهل او تکول کیږي

هــرات، غور، بغلان، تخار او دایکنډي هغه ولایتونه دي، چې د تاوتریخــوالي ډیرې پیښې لری.

د ښځوچارو وزیرې دلبر نظري کابل کې خبري غونډې ته وویل، له ښځو سره د تاوتریخوالي ثبت شوې پیښې ښيي، چې زیات پیښې د هیواد په نا امنه سیمو کې رامنځته شوي.

ددې پر وینا هرات، غور، بغلان، تخار او دایکنډي هغه ولایتونه دي، چې د تاوتریخوالي ډیرې پیښې يې درلودې.

نوموړې زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې په مرکز او ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتیو ۶۰۰ پیښې د ښځو چارو له وزارت سره ثبت شوې دي.

د میرمن نظري پر وینا، سربېره پردې، له ښځو سره د تاوتریخوالي نورې پیښې هم شته، چې تراوسه نه دي ثبت شوي.

نوموړې زیاته کړه، چې له ښځو سره د تاوتریخوالو پیښې داسې مهال زیاتوالی ښیي، چې له ښځو سره د زور زیاتیو د مخنیوي قانون او د ښځو ځورونې د منعې مقرره هم توشیح شوې ده.

په دې اړه د ښځو چارو وزارت د پالیسي او فني چارو رېیسې سپوږمۍ وردګ د دغه وزارت چارو په اړه د خلکو لیدلوری منفي بولي، خو زیاتوي چې د ښځو چارو وزارت د ښځو وضعیت ښه والي له پاره زیات پروګرامونه تطبیق کړي، چې اوس ښځو ته د عدالت غوښتنې او عامه پوهاوي پر پروګرام کار کوي.

د ښځو چارو وزارت چارواکي وايي، چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به له ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي په اړه په هېواد کې د عامه پوهاوي پروګرام پيل کړي، چې له دې لارې به په هېواد کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښو شمیر را کم شي./ د سپوتنیک خبری سایت

بامداد ـ  رخداد های مهم کشور ـ ۱/ ۱۶ـ ۲۱۰۶