طـالبـان څـوک دی ؟

د مذهب دعوه دی پریږده سـړی خـوره

ستا دعوه هلته سهی ده چی انسان شی

( حمزه بابا )

 

میرسلام ساپی

 

امریکا د طالبانو سره توافقنامه امضا کړه او خپل د ګناهونو پیټی د افغانستان د حکومت پرغاړه ورواچوه. اوس چی د طالبانو حکومت ترمنځ ښی په درځ خبری روانی دی خو تر اوسه د دی رسی سر ندی معلوم شوی چی څه به کیږی. غواړم د طالبانو تیرو ته په کتو یو لنډ مطلب وړاندی کړم. طالبان یوه مذهبی ډله او د دی تعلیماتو د زده کړو یو قشر دی چی په جوماتونو او مدرسو کی په کوچنیوالی د لویو ملایانو نه کتابونه لولی د یوی احصایی له مخی چی پخوا ثبت شوی وه د پاکستان په مدرسو کی مجموعا د سلو زرو څخه زیات طالبان درس لوست چی دهغی جملی څخه د څوارلس زرو زیات افغانی طالبانو درس لوستولو چی اوس دا شمیره د شپیتو زرو څخه پورته ده چی د حکومت په ضد جنګیږی د عربستان سعودی، پاکستان، متحده اماراتو مالی مرستی ورسره کیږی .

د دغی مدرسو استادان د پیښور افغانیه، اسلامی جامعی او د سرحد دارلعلوم څخه ټاکل کیږی. په پاکستان کی د جمعیت طلبه یا جمعیت العلمای اسلام په نامه دا جریان یادیږی او مولوی فضل رحمان یی مشری کوی چی د پاکستان د استخباراتی او جاسوسی شبکی یعنی ای اس ای لخواه تمویل او روزل کیږی چی په افغانی طالبانوکی خورا ډیر نفوس لری. د دی طالبانو د ډلی څخه یو تعداد یی د افغانستان د دموکراتیګ جمهوریت په ضد جنګیدلی دی او د تنظیمی ډلوغړیتوب یی درلود طالبان د فکری لحاظ په څلورو ډلو ویشلی شو.

د امت اسلامی طرفداران چی ناسیونالیزم ردوی او د خلفای راشدینو د خط پیروان ځان بولی. دوی یو اسلامی نظام تاسیس او شرعیت تطبیقوی. د ایران ضد ډله ده چی د ایران مداخلی غندی خو کله چی امریکا افغانستان اشغال کړو د ایران مرستو ته یی لاسونه اوږده کړل. د پاکستان سره د اتحاد تر سطحی پراخوالی.

معتدل ګروپ چی یو څه ملی احساس هم لری او د نورو لارښودی خبری په احتیاط سره اوری. چی ملا محمد عمر د طالبانو پخوانی مشر دغی ډلی ته منسوبولی شو. کله چی طالبان قدرت ته ورسیدل خپل اهداف او موخی ډیری محدودی او ساده اعلان کړی دوی به ویل مونږ د فساد منبع، وسلو ټولول او د مفسدینو شړل دی او بیا به بیرته خپلو مدرسو ته ګرځو خو کله چی یی دولتی قدرت په لاس کی ونیو حتا سیاسی نظام ته یی تغیر ورکړدولت یی په امارت واړوه او امیر المومنین یی وټاکه. قدرت ته د رسیدو اساسی لامل د پاکستان د ( ای اس ای  ) د استخبارتی شبکی ملاتړ، تمویل او مرسته کوله. داسی هم ویلی شو چی د دی ترشا د امریکا د ( سی آی ای ) ملاتړ او لاس پکی و تبلیغات داسی و چی دا د ظاهر شاه د راتلو لپاره زمینه برابروله چی کابل ته راشی. خو دا کار ونشو او کیسه بل رنګه شوه امریکا د پخوانه افغانستان ته د راتلو نقشه درلوده د روسانو تر وتو وروسته ښه چانس په لاس کی ورکړو. د اسامه بن لادن په امریکا کی ډیر پیروان درلودل د افغانستان حکومت او شوروی اتحاد د قواو سره د جګړی لپاره راولیږه چی د شوروی د وتو وروسته د امریکا څخه ناراضه شو دا ځکه چی اسامه د اخوانیانو سره تړلی کس و اسامه په یوه وینا کی ویلی و چی ما د بننسیوان پلان چی د افغانستان مساله یی حل ته نږدی کړی وه شنډه کړه دا ډیر یو قوی ثبوت دی ځکه د یو کتاب له مخی چی بنین سیوان ته د پاکستان صدراعظم نوازشریف یو څه ورکړی و خو دا خبره د پاکستان نه پورته لاس پکی و کره شاهد نشته شاید چی تر دی پورته د امریکا لاس هم راغزیدلی وی دا ټول هغه پلانونه و چی د امریکا لپاره پرافغانستان د یرغل لاره هواره کړه . د نیویارک د تجارتی برجونو د نړیدو نقشه یی جوړه او د سپتمبر په ۱۱ نیټه عملی شوه چی د دی کار مسوولیت د القاعدی ډلی مشر (اسامه) پرغاړه واخیستله چی د طالبانو نږدی ملګری او د دوی سره ډیری مالی مرستی کولی. امریکا په څو څو ځله د طالبانو نه په ښکاره د بن لادن د تسلیمیدو غوښتنه کوله خو د پردی تر شا نور څه و دا ځکه چی د امریکا نور اهداف د اسامه بن لادن په موجودیت افغانستان کی پای ته رسیدلی و. خو طالبانو دا غوښتنه ونمنله او د اسامه د سپارلو نه یی ډډه وکړه همدا سبب شو چی امریکا ته ښه چانس په لاس ورغلو پر افغانستان یی یرغل وکړ چی د دی نقشی د پلان د عملی کولو لپاره لا پخوا په پنجشیر کی د امریکا د سی آی ای شبکی فعالی وی. د امریکا د ( سی آی ای ) یو جنرال کتاب لیکلی دی عنوان دی : سی آی ای په پنجشیر کی. چی په کتاب کی هر څه لوڅ او بربنډ شوی دی طالبان چی لا پخوا د امریکا د اهدافو لپاره ځانونه قربانی کړی و په دوحه کی د امریکا او طالبانو تر منځ تش په نامه توافقنامه لاسلیک شوه. په توافقنامه کی د امریکا د پوځیانو د وتلو نیټه، افغانستان حکومت به ۵۰۰۰ طالبان او طالبان به ۱۰۰۰ تنه د حکومت بندیان خوشی کوی. په موافقه کی طالبانو ته ډیر امتیازات او غوښینه ونډه ورکړل شوه او خلیلزاد د بنین سیوان تجربه عملی کړه . اوس د افغانستان حکومت هم د طالبانو د بندیانو د خوشی کیدو او هم د ډاکټرعبدالله سره چی دا جنجالونه تر اوسه حل شوی ندی او د هری ورځی په تیریدو سره ستونزی نور بعدونه رازیږوی او لا پسی زیاتیږی چی د دی ټولو ستونزو مسوولیت د امریکا پرغاړه دی او تاوان یی د افغانستان بی وزله او بی وسه ولسونه ورکوی.

ویلی شو چی طالبان د واک د انحصار او انزوا د یو بل سپیره دوران سرلیک شول هیواد مو بیا تر ستر وحشت څپو ته ولوید. اوس چی د سولی یو غږ پورته شوی دی د امریکا د پوځیانو د وتلو خبری کیږی څه هم شواهد داسی دی چی دا یوه هسی ډرامه ده خو ضرور دی چی حکومت او طالبان د خپل منځی اعتماد هڅه پیل کړی یوه نوی لاره کیدی شی. او که خبره د پخوا په څیر وی د ناهیلیو د تکرار زیات امکان لیدل کیږی. راشی د حالاتو نه عبرت واخلو د افغانستان سیاسی ، ملی او دموګراتیک قوتونه د موقع نه په استفادی سره ځانونه د یو واحد ملی دموکرات ګوند د جوړیدو سرلاری شو.

د آن او این کلمات نور مردود دی که هر څوک تر دی عنوان لاندی ځان مستحق ګڼی ملی خیانت کوی د افغانستان زوریدلو او کړیدلو ولسونو سره ستره جفا ده. راځی په ګډه راتلونکی په خپله جوړه کړو.

تل دی وی افغانستان!

ژوندی دی وی د افغانستان د آبادی ګوند!

 

 

بامداد ـ سیاسی ـ ۱/ ۲۰ـ ۰۹۰۴

 

Copyright ©bamdaad 2020