د سیاست په ‌‌‌‌‌‌ډګرکې د ځوانانو نقش

 

ولی منگل

سره له دې چې د پاس سرلیک لاندې بحث او لیکنه یوه هراړخیز تحقیق ته اړتیا لري او کېدای شي چې اوږده رساله پرې ولیکل شي، خو زه دغلته یو زغلنده نظر پرې اچوم.

 که په نړۍ او یا هم په افغانستان کې د سیاسي جریانو او ګوندونو ، غورځنګونو تاریخ ته وګورو؛ ځوانانو له ټولو مخکې پکې د روڼ اندۍ یا روشنګرۍ له پيل له بهیر نه تر مشروطيت  دورې پورې بیا تر ننه پورې ځوانانو  په ټولو تحولونو کې ټاکونکی رول لوبولای دی.

 ځوانان د یوه ملت  لپار د محرکې قوې په مانا دي. ځوانان د ملت جوړونې او د یوه هېواد د غوړیدنې او پرمختګ مټې دي.له ټولو مخکې د ملي مترقي ګوندونو ، هغه ګوندونه چې دانسان د سوکالۍ ، ټولنیز عدالت او سعادت لپاره مبارزه کوي دنده او مسوولیت دی چې  په ټولنه کې د مترقي افکارو د تبلیغ او ترویج پر مټ له ټولنې د ورته فکر او اند ځوانان خپلو لیکو ته راجذب کړي. زموږ د آبادۍ ګوند له ټولو مخکې په دې مبارزه کې باید مخکښ او  د ابتکار څښتن وي.

 خو دا دا مانا هم نه لري ، چې په سیاسي ګوندونو او غورځنګونو کې د پخو او مجربو لارښووونکو رول له سترګووغورځول شي.پاخه لارښوونکي رهبران د هر سیاسي جنبش فکري ـ ذهني تجربوي ځواک دی، او ځوانان د جنبشونو فزیکي ځواک دی. دواړه له یو بل سره تړلي دي.

 خو یو څه چې دي هغه دا دي چې ، موږ د خپلې ټولنې په سنتي افکارو کې هم باید غرق نه شو، په کومو کې چې په عمر لویو ته په ځينو مواردو کې د عقل کل د تعظیم سر ټيټيږي.

 ځواکمن پوخ سیاسي مشرهغه ځوکمن بری من جنګیالي سرلښکر ته ورته دی چې، د جنګ په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې سنګرونه داسې چاته سپاري چې نه ماتیږي او بریا لاس ته راوړي.

‎د روسيې ستر انقلابي پلېخانوف ویلي و چې کله موږ د یوه هېواد هراړخیز پرمختګ ته ګورو او یا وروسته پاتېوالي ته یې نظر اچوو، هرومرو زموږ سترګو ته د دغه ملک مشران سترګو ته دریږي....

‎زه وایم چې ګوندي ژوند او مبارزه هم داسې ده. هر ګوند چې موږ په هرحالت کې وینو، موږ ته به هرومرو د ګوند مشران سترګو ته ودریږي.

 په افغانستان کې ، په اخرو سلو کلونو کې په سیاسي تحولاتو کې د ځوانانو ونده او نقش روښانه و، هغوی د هېواد په سیاسي، اجتماعي، فرهنګي اوښتونونو کې فعاله او رغنده ونده اخیستې ده.

 په اوس وخت کې چې ځوانان د افغاني ټولنې اکثریت تشکیلوي؛ د ټولنیزو ، سیاسي او اجتماعي بدلونونو دنده د هغوی پرغاړه ده، او هغوی دي چې باید د هېواد د سوکالې او غوړیدنې په بهیر کې خپل تاریخي ونده او رسالت ترسره کړي.

 د افغانستان د آبادۍ ګوند ، چې د تېرملي مترقي غورځنګ لاروی دی ، او په کوم کې چې ځوانانو  په سیاسي تحولونو کې له ټولو مخکښ نقش لوبولای دی ، اوس هم دا تاریخي اړتیا رامنځ ته کیږي چې، خپله ونده د تاربخ په دې حساس پړاو کې تر سره کړي . خو له بده مرغه چې د آبادۍ په ګوند کې دا ‌‌‌‌‌‌ډول ځواک نه شته او یا کم قوته دی.

‎د دې لپاره چې په ګوند کې دا اړتیا پوره شي،او ګوند نوی روح او نفس ومومي، او ځوانان د یوې پراخې د مایوسۍ له بحرانه را ووځي ، د ګوند کادرونه او فعالین په ټولنه کې باید هراړخیز سیاسي کار وکړي او له ټولنې له منځه ځوانان د ګوند لیکو ته را جذب کړي ؛ تر څو د ګوند په دننه کې له کښته نه تر پورته پورې په ټولو چارو او امورو کې خپل رول ولوبوي؛ نه داچې یوازې د بیرغ او مشعل وړلو دنده ولري.  

 د افغانستان د آبادۍ ګوند ته د ځوانانو را جلب او جذب کول، د هر فعال غړي یوه اړینه کاري او ګوندي دنده ده.

‎څرنګه چې د ګوند په وروستي پلېنوم کې هم په ګوند کې د ځوانولو لپاره ځانګړې پاملرنه د مصوبې په ‌‌‌‌‌‌ډول یاده شوې ده. د ګوند هر فعال غړی باید خپل ګوندي دنده او مکلفیت ولري، چې اول یې له خپلې کورنۍ او دوستانو نه را پيل کړي اود ګوند لیکو ته یې راجذب کړي ، او یا کم ترکمه، د خپل ګوند له مرامه یې خبر کړي.او په دې لاره کې ورسره روزنیز کار وکړي.

‎لنده دا چې که موږ د ګوند هر غړی د خپلې کورنۍ څخه یو نفر د ګوند لیکو ته راجذب کړو، د آبادې ګوند به هم ځوان وي او هم ژوندۍ او هم به راتلونکې کې بریا زموږ په برخه وي.

 دا چې ځوانان د سبا ورځې رهبران دي، یو مسلم حقیقت دی . نو د دې  لپاره چې سبا ورځ موږ د آبادۍ په ګوند کې ښه لارښودان ولرو ، کوم چې وکولای شي په سياسي چارو او تحولاتو کې رغنده او مدبرانه اعمال، پرېکړې ، رهبري او اقدامونو وکړي، په کارده چې هغوی له پراخې تجربې نه برخمن شي، او پراخ او غني تجارب  د کار په نتیجه کې ترسره کېدای شي.

‎دلته باید لازمه پاملرنه وشي چې تجربه يوازې کفایت نه کوي، پراخه هراړخیزه مطالعه ، نړیلید او سیاسي سواد د نن ورځې کادر د سبا ورځې لارښود لپاره له هر څه اړین دی.

‎د دې لپاره لازمه ده چې په ګوند کې د ننه ځوانو غړو ته روزنیز لکچرونه او سیمینارونه په لار واچول شي، تر څو د ګوند هر ځوان غړی د خپل هېواد له تاریخ ، د سیاسي پوهې، نړیوال سیاسي او اقتصادي جوړښت، نړیوالو اړیکو او سیمه ایز وضعیت نه خبر وي. ځکه چې، موږ د نړۍ او افغانستان په سیاسي تاریخ کې داسې اوښتونونه ولیدل، سره له دې چې هغه مترقي ، انسان دوستانه او ټولنیرعدالت غوښتونکي وو، اود انسان د سعادت او نېکمرغې  لپاره ترسره شوي وو، خو د کمې سیاسي ، فکري او ذهني تجربو له کبله  په بې رحمۍ سره د تورو مرتجع قوتونو له خوا ځپل شوي دي.

‎خو نن خوشبختانه یو څه چې د  یادولو وړ دي ، هغه دا دی چې، دتېرو ځوانو سیاسي غورځنګونو او نننیو سیاسي ګوندونو ټولیزه سیاسي بیداري نړیلید او سیاسي سواد، پرتلنه د مقایسې وړ نه ده. ننني ځوان سیاسي نسل، د تخنیکي انقلاب ، اینترنت ، غږیزې او انځوریزې رسنیو چې نړۍ یې په یوه ښارګوټي بدله کړې ده ، خواره آګاه او روڼ انده دی.

‎له بله اړخه زموږ هېواد چې څلوېښت کاله د استعماري او تپل شویو جنګ جګړو او نظامي مداخلو ‌‌‌‌‌‌ډګردی، او هېواد مو اوس د یوې خونړۍ مرحلې نه تېریږي ، چیرته چې د بداینې او مادیاتو لپاره انسانان له ټولو انساني ارزښتونو نه تبریږي او معنویات تر پښو لاندې کیږي ، ځوانان هم له دغه بحران سره لاس او ګرېوان دي . خو تاریخ ګواهي ورکوي چې، روڼ اندي ترقي پلوه ځوانان به له دغه ناورین څخه راووځي او هغوی به د یوه مترقي خلاصون بخښونکي غورځنګ جنده ورپوي او مشعل به یې روښانه کړي.

د افغانستان د آبادې ګوند باید د دا ‌‌‌‌‌‌ډول ځوانانو لپاره یو ښوونکی او روح بخښونکی ګوند وي !

 

بامداد ـ سیاسی ـ ۳/ ۱۹ـ ۰۸۱۱

یادداشت : دیدگاه های ارایه شده اندیشه و نظر نویسنده را بازتاب می دهـد. دیدگاه های حزب آبادی افغانستان دراسناد و اعلامیه های رسمی آن انعکاس یافته است .

Copyright ©bamdaad 2019