(متن دری)

اعلامیه ایتلاف احزاب و سازمانهای ملی، دموکرات و ترقی خواه افغانستان درباره مذاکرات صلح

 

 

 

تفاهم بین ابرقدرت های جهانی دربستر کلان ژیوپولیتک ، درمنطقه وبه خصوص در مورد کشورما  معادله نو قدرت را بوجود آورده است که مذاکرات صلح بین هیات های امریکا وطالبان در قطرکه حمایت دولت های منظقه را هم با خود دارد ، نشانه این تفاهم است که برای افغان ها  امیدواری صلح داده است .

- مساله  صلح افغانستان یک مساله کمپلکسی ، وسیع الجوانب  وکثیرالابعاد است که در مورد تمام ابعاد خارجی و داخلی آن باید  بین همه  جوانب ذ یدخل  مذاکرات و توافقات همه  جانبه بعمل آید  .

- همه جوانب  ذیدخل باید دراین توافقات اشتراک داشته باشد و به یک  اجماع برسند .  خواسته های مشروع آنها باید درنظر گرفته شود وطرح آن خواسته ها که ما نع رسیدن به صلح پایدار و عادلانه میگردد، و یا آتش بس  و توافق نهایی را معطل قرارمیدهد ، مورد قبول واقع نگردد. 

- درمذاکرات دور پنجم  ، داکتر خلیلزاد و طالبان بر دو مساله  به توافق رسیده اند که یکی خروج  قوای خارجی و دیگری از بین رفتن تهدید خطر از ا فغانستان برای دیگر کشورها است . بحث و توافق برسر تقسیم اوقات خروج نیروها  و تضمین های  لازم هنوز در پیش است .  

 -  ما از روند  مذاکرات  صلح که  توسط داکتر خلیلزاد پیش برده میشود، پشتیبانی می نماییم  و مذاکرات بین الافغانی بین جوانب داخلی شامل درجنگ را یک ضرورت میدانیم .

 -  دراین مذاکرات باید یک هیات  فراگیر به شمول جوانب ذیدخل  در جنگ ،  نمایندگان احزاب  سیاسی بویژه نما ینده گان  « ایتلاف احزاب و سازمانهای سیاسی ملی ، دموکرات و ترقیخواه افغانستان»  و نهادهای مدنی  اشتراک ورزنـد .  

ـ  اجماع قبلی هیات بر طرح  صلح یک ضرورت است که باید قبل از اشتراک درمذاکرات  صلح بوجود آید .

 -  موضوع اصلی و مرکزی  صلح  سرنوشت نظام آینده ، قانون اساسی و حاکمیت آینده است که  اگر بر آن اجماع  و توافق بین الافغانی بعمل نیاید ، به صلح نمی توان رسید .

- مساله مرکزی و محوری قانون اساسی و نظام ، حقوق بشری و آزادی های مردم است  که دست آورد های عمده آنها دراین ۱۸سال  و نتیجه مبارزات  ده ها ساله جامعه افغانی است . اگر چه تا حال این حقوق بشری  نهادینه نشده  و کاملا رعایت نمی گردد و سالها مبارزه صادقانه برایش در پیش است،  اما درتوافقات صلح باید تسجیل  گردد و بر میکانیزم  لازم آن توافق حتمی است  .

 - برای ادامه مذاکرات و رسیدن به صلح عادلانه آتش بس لازمی میباشد .

 همه جوانب  ذیدخل خواهان صلح هستند  و ادعاې آن را دارند، اما تا حدامکان کوشش دارند تا طبق منا فع خود به آن برسند و برای منافع بیشتر چانه زنی می نمایند . اما صلح عادلانه صلحی است که منافع ملی افغانستان و حقوق بشری و آزادی های مردم درآن رعایت گردیده باشد .  مساله اولین منافع ملی و حقوق بشری و رعایت حق زنده گی مردم است ، که با آتش بس ارتباط می گیرد .  

ـ درباره نظام آینده و تعدیل قانون اساسی اگر نظریاتی موجود باشد ، مورد مذاکره و تفاهم قرار گرفته میتواند . درقانون ا ساسی موجود خلاهای زیادی موجود است که در وقت آن باید تکمیل  و تعدیل گردد اما حقوق و آزادی های بشری بخش عمده منافع ملی است که باید محور نظام  و قانون  باشد . 

 ـ  ضروری است که درپهلوی آماد گی برای انتخابات به رسیدن به توافقات صلح اولویت داده شود  و مساله انتخابات جز توافقات گردد.

 ـ درتوافقات صلح مساله عمده ، حکومت آینده وانتخابات است که تمام ابعاد آن باید با درنظر داشت  منافع ملی  و به نفع رسیدن به صلح دوامدار با تضمینات بین المللی درنظر گرفته شود .

 ـ حکومت آینده باید سیاست خارجی متعادل داشته باشد و برای  جبران خرابی های اقتصادی جنگ و بازسازی زیربنای اقتصادی کمک های بین المللی تضمین شود .

 احزاب شامل ایتلاف،  بر مبنای اصول فوق ازمذاکرات و تلاش های جاری برای صلح حمایت و پشتیبانی می نماید .برای رسېدن به صلح عادلانه و پایدار مبارزه میکند . در مذاکرات صلح اشتراک  فعال میخواهد  و برای موفقیت آن تلاش میورزد .

 

( د اعلامی پشتو متن ) 

 

د سولی د مذاکراتو په باره کی د ملی ډموکراټو او ترقی غوښتونکو احزابو د ایتلاف

اعلامیه

په ستر ژیوپولیتک بستر کی د نړیوالو ستروځواکونو تفاهم ، په منطقه اوپه تیړه بیا زموږ په هیواد کی د قدرت نوی معادله منځته راوړې ده . دامریکا اوطالبانو ترمنځ د سولی خبری چی د سیمی دهیوادو ملاتړ هم ورسره دی، د یاد سوی تفاهم نښه ده چی افغا نا نو  ته  ئی د سولی  امید واری ورکړې ده .

ـ د افغانستان د سولی مساله  یوه کمپلکسی ، وسیع الجوانب او کثیرالابعاده  مسئله ده چی د ټولو خارجی او داخلی اړخو په با ره کی یې باید  د ټولو ذ یدخله خواؤ تر منځ خبری او توافقات وسی .

ـ  ټوله ذیدخله خواوی باید په دې توافق کی  ګډون ولری . مشروعی غوښتنی یې په نظر کی ونیول سی  او  دهغو غوښتنو طرح کول چی دوامداری اوعادلانه سولی ته درسیدلو خنډ کیږی اویا اوربند اونهایی توافق ځنډ وی ، ونه منل شی .

ـ   د خلیلزاد  او طالبانو تر منځ  د پنځمی دورې خبری وایی پر دوو موضوعاتو : چی د بهرنیو قواؤ  وتل  او له ا فغانستان څخه  نورو هیوادو ته د تهدید خطر له  منځه وړل  دی ، توافق سوی دی  خو د وتلو پر تقسیم اوقات  او تضمینو باندی لا خبری په مخ کی دی .

ـ که د خبرو په بهرنی اړخ کی امریکا او طالبان  سره  مخامخ دی خو د جنګ او سولی په داخلی خواکی حکومت  او طالبان باید خبری سره وکړی ځکه جنګ د دوی تر منځ دوام لری  او سوله به د دوی تر منځ عملی کیږی .  که د دوی تر منځ خبری او د سولی  توافق ونسی ، سولی ، ثبات او استقرار ته رسېدل نا ممکن دی .

ـ  د سولی  اصلی او مرکزی موضوع راتلونکی نظام ، د اساسی قانون او آینده  حاکمیت سرنوشت دی چی که  بین الافغانی اجماع  او توافق پر ونسی ، سولی ته نسو رسېدای .

ـ  د اساسی قانون  او نظام مرکزی او محوری خبره د خلګو بشری حقوق او آزادی ګانی دی چی په دې ۱۸  کلو کی د خلګو عمده لاس ته راوړنی  او د افغانی ټولنی د لسهاؤ کلو د مبارزو نتیجه ده  . که څه هم تر اوسه لا دا بشری حقوق  نهادینه سوی او پوره رعایت سوی نه دی  او کلونه کلونه لا صادقانه مبارزه ور ته په کار ده  خو د سولی په توافقاتو کی یې تسجیل  او پر لازم میکانیزم  توافق حتمی دی .

ـ د خبرو د دوام اوعادلانه سولی ته د رسېدلو د پا ره اور بند لازمی دی .

ټوله ذیدخله خواوی سوله غواړی او ادعایې کوی  خو هره خوا سوله د امکان تر حده په خپله ګټه غواړی او د لا زیاتی ګټی  د پاره چنې وهی . خو عادلانه سوله هغه ده چی د افغانستان ملی ګټی  او د خلګو بشری حقوق او آزادی ګانی پکښی خوندی سوی وی .  د ملی منافعو او بشری حقوقو  اولینه مسئله  د خلګو د ژوند  د حق رعایت دی چی هغه په اوربند سره پیلیږی.

ـ د آینده نظام او د اساسی قانون د تعدیل  په باره کی که نظریات  موجود وی ، خبری پر کېدای سی . په اوسنی اساسی قانون کی زیاتی خلاوی اونیمګړتیاوی سته چی پر وخت باید تکمیل او تعدیل سی خو بشری حقوق او آزادی ګانی د ملی منافعو عمده برخه ده چی باید  د نظام او قانون محور وی . 

ـ حکومت باید د مذاکرو دهیئت په ترکیب کی د ټولو سیاسی ګوندواو مدنی ټولنو، اقوامو او ولایاتو ونډه په نظرکی ولری اود مذاکري ترپیل دمخه د دوی ترمنځ د سولی پراساسی اصولو اوکلیاتو توافق  او اجماع منځ ته راسی څوټول له یوه موقف څخه دفاع وکړی.

ـ دهیات له غړوڅخه که څوک د اکثریت له منل سو و اصولو او اجماع څخه خلاف موقف نیسي باید دهیات له عضویت څخه حذف سی.

ـ د انتخاباتو اود سولی د خبرو نتیجی ته د رسولو په باره کی د خلیلزاد موقف اصولی ، معقول اود ټولو خواؤ په ګڼه دی  چی انتخاباتو ته د چمتووالی پر اړخ د مذاکرو بریالی توب ته اولویت ورکړه سی او د انتخاباتو مساله د توافقاتو جز وګرځول سی.

ـ د سولی په توافقاتو کی عمده مساله د آینده حکومت او انتخاباتو ده  چی ټوله ابعاد یې د ملی ګټو او دوامداره سولی په ګټه باید په بین المللی تضمیناتو سره په نظرکی ونیول سی .

- آینده حکومت باید متعادل خارجی سیاست ولری او د جنګ د ویجاړیو د رغولو او بازسازی د پاره باید بین المللی سریع الثمره داقتصادی مرستو پلانونه ورته جوړ سی .

زموږ دایتلاف ګډونوال احزاب د پورته اصولو پر بنا د سولی د جاری خبرو او تلاښو ملاتړ کوی اوعادلانه او پایداری سولی  ټه یې د رسېدلو د پاره  په مبارزه او مذاکراتو کی فعال ګډون غواړی  او د موفقیت د پاره یې هلی ځلی کوی .

 

بامداد ـ سیاسی ـ ۴/ ۱۹ـ ۱۵۰۴

Copyright ©bamdaad 2019